د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

استادان او محصلان: پر ليکه کتابتونونو د کتابونو د نه‌شتون ستونزه هواره کړې


افغانستان کې يو کتابتون، انځور - ارشيف
افغانستان کې يو کتابتون، انځور - ارشيف

د انټرنټ په رواجېدو سره افغاني ټولنه کې سره له‌دې چې د ځوانانو ډېری وخت پر فېس بوک، ټيک‌ټاک، يوټيوب او نورو خواله رسنيو باندې تېرېږي، ترڅنګ يې په دې وروستيو کلونو کې علمي برخې ته هم پاملرنه ډېره شوې ده.

يو شمېر ځوانانو په دې وروستيو کې د وټساپ او ټلېګرام له لارې انلاين کتابتونونه جوړ کړي دي چې سلګونه ځوانان ګټه ترې اخلي.

استاد نذير احمد رښتينی چې د کتاب‌کور په نوم يې وټساپ او ټلېګرام کې کتابتون جوړ کړی دی وايي؛ د ياد پر ليکه کتابتون جوړېدو انګېزه ورته د کتاب موندلو برخه کې له ستونزو وروسته ور پيدا شوه.

"زموږ څخه په دې کتابتون کې زموږ ګډونوال د بېلابېلو کتابونو غوښتنه کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، افغاني ټولنه کې تر ډېره ځوانان، زده‌کوونکي او په ځانګړي ډول محصلان په هارډ ډول کتابونو ته په اسانۍ لاس‌رسی نه‌شي پيدا کولی.

ښاغلی رښتينی وايي: "زموږ څخه په دې کتابتون کې زموږ ګډونوال د بېلابېلو کتابونو غوښتنه کوي. په ادب کې يې راڅخه کړې ده، په طب کې يې راڅخه کړې ده، په ديني زده‌کړو کې يې راڅخه کړې ده، په شعر او ناول کې يې کړې ده، د مکتب مضامين يې راڅخه غوښتي دي. موږ په خپل ذوق سره هم، زه اکثره وخت دې کتابتون ته کتابونه زه پورته کووم کتابکور ته."

د پوهنتون استاد او د کتابکور په نوم د انلاين کتابتون مسؤل نذير احمد رښتينی
د پوهنتون استاد او د کتابکور په نوم د انلاين کتابتون مسؤل نذير احمد رښتينی

حافظ احمد نصرت بل هغه ځوان دی چې د کتابتون په نوم وټساپ ګروپ کې بېلابېل کتابونه خپروي او ځوانان ګټه ترې اخلي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، دا چې اوس د انټرنټ عصر دی او افغانان له خواله رسنيو ډېره استفاده کوي، نو اړتيا ده چې پر ليکه کتابتونونه جوړ شي.

نوموړي وويل: "موږ دا مناسبه وګڼله ترڅو له ملګرو او دوستانو سره د انلاين وټساپ ګروپ له لارې يا د ټوليزو رسنيو له لارې يو داسې انلاين کتابتون ولرو څو له يو بل سره نظريات شريک کړو، يو بل سره کتابتونه شريک کړو او ځوانان په‌کې له دې کتابونو ګټه واخلي."

اخوا يو شمېر محصلان وايي، دوی له دې امله له انلاين کتابتونو ګټه اخلي چې لاس‌رسی ورته اسان دی او پرته له لګښت دوی هر ډول او د خپلې خوښې وړ کتابونه په‌کې موندلی شي.

د کابل پوهنتون د پښتو ماسټرۍ څانګې يو محصل سميع‌الله شاهد وايي: "زه خپله ډېری وخت کله چې مطالعه کووم، يا مې د کومې موضوع په اړه مالومات پکاره وي او يا مقاله ليکم، نو په انټرنټ کې ځينې کتابتونونه شته چې په‌کې هر ډول کتابونه په پي‌ډي‌اف بڼه شتون لري او همدا ډول ځينې د وټساپ ګروپونه هم جوړ شوي دي، چې نوي او هر ډول کتابونه په‌کې شتون لري، له هغو استفاده کووم."

د کتابکور په نوم، انلاين کتابتون
د کتابکور په نوم، انلاين کتابتون

دغه راز د کابل پوهنتون يو بل محصل پاچا احمدزي ازادي راډيو ته وويل: "زه چې کله مطالعه کووم، يا غواړم د کومې موضوع په هکله مالومات ترلاسه کړم، نو اکثره وخت دغه الکترونيکي کتابتونو او وټساپ ګروپونو ته مراجعه کووم او خپل مالومات ورڅخه اخلم. د دې ګټه دا ده چې د وخت د ضايع کېدو مخه نيسي، دويمه ګټه يې دا ده چې د اقتصاد له اړخه ارزانه تماميږي."

د انلاين يا پر ليکه کتابتونو اغېز څومره دی او ايا زموږ ټولنه کې دا ډول هڅې ګټوري دي؟

"دا کتابونه همېشه، هر ځای لاس‌رسی ورته درلودلی سي

د پوهنتون استاد دکتور نور احمد اېمل وايي، دا ډول کتابتونونه ځکه ګټور دي چې افغاني ټولنه کې د اقتصادي ضعف له امله ډېری ځوانان کتابونه په پیسو نه‌شي اخيستلی خو له وټساپ او ټلګرام ګروپونو يې هر ځای په اسانۍ ترلاسه کولی شي.

ښاغلي اېمل ازادي راډيو ته وويل: "دا کتابونه همېشه، هر ځای لاس‌رسی ورته درلودلی سي، هر ځای استفاده ځني کولی سي، کله چې څوک سفر باندې ځي، سفر کې کولی سي د کتاب پاڼې ولولي د خپل ټليفون له لارې، يا د نور ټابلېټونو له لارې څخه کولی سي چې کتابونه مطالعه کړي. حجم يې نه‌سته، انتقال يې اسانه دی. په تحقيق او څېړنه کې په اسانه د سرچ بټن له لارې ځينې کتابونه ومومي او استفاده ځيني وکړي."

د پوهنتون استاد دکتور نور احمد اېمل
د پوهنتون استاد دکتور نور احمد اېمل

سره له دې چې اوس په پښتو او دري ژبو کې په بېلابېلو وېب‌پاڼو، وټساپ او ټلېګرام ګروپونو کې لسګونه کتابتونونه شتون لري او ځوانان استفاده ترې کوي، خو په هارډ بڼه د کتابتونو يو شمېر مسؤلينو څه موده مخکې ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي وو، انلاين کتابتونو د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

افغاني ټولنه کې چې تر ډېره يې ځوانان له انټرنټ سمه او اغېزناکه ګټه نه‌شي اخيستلی، د پوهنتون استادان وايي، دا ډول کتابتونه به د وخت په تېرېدو سره ځوانان له علم او پوهې سره اشنا کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG