د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ام‌اس‌اف: له تېر يو کال راهيسې مو پر روغتيايي مرکزونو د مراجعانو شمېر ډېر شوی


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه یا (MSF) وايي، له یوه کال راهیسې د دوی پر روغتیايي مرکزونو د مراجعانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.

په بېلابېلو ولایتونو کې خلک شکایت لري، چې په دولتي روغتونونو کې یې د ناروغانو سمه درملنه نه‌کېږي او شخصي روغتیايي مرکزونو ته د بې‌وسۍ له کبله مراجعه نه‌شي کولی.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی کریم الله وايي، په دې ولایت کې ګڼ کسان له وړ روغتیايي خدماتو بې برخې پاتې دي او په لیرو پرتو سیمو کې وضعیت لا خراب دی.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل، یو علت دا دی چې په خلکو کې بې‌وزلي زیاته شوې ده.

نوموړی وايي: "د ارزګان اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو ډېر بې برخې دي، اقتصاد ډېر کمزوری دی. حاصلات نه‌دي اخیستل شوي. اقتصاد مو ډېر کمزوری دی. باید دولت هم دې موضوع ته پاملرنه وکړي."

ارشيف
ارشيف

یو بل کوچی، چې وخت نا وخت له یوه ولایت څخه بل ته کډه کوي وايي، د دوی په څو کیلومترۍ کې هم روغتیايي مرکزونه نه‌شته.

هغه بې له دې چې خپل نوم واخلي په ترینکوټ کې ازادي راډیو ته د خپلې ستونزې کیسه وکړه.

"زموږ په سیمو کې هېڅ کلينیک نه‌شته، ګولۍ هېڅ نه پیدا کېږي."

نوموړی وايي: "زموږ په سیمو کې هېڅ کلينیک نه‌شته، ګولۍ هېڅ نه پیدا کېږي. کوچي خلک یو، خپلې رمې لرو. ټوله شپه مې سر پر بالښت نه‌دی لګولی، دغسې ناست وم."

په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د روغتیايي خدماتو له کموالي او نشتوالي په داسې حال کې شکایت کوي، چې له کله طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو د افغانستان د روغتیايي سیسټم د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه یا (MSF Afghanistan) وايي، دوی هم له ۱۵ میاشتو راهیسې په ګڼو ولایتونو کې د خپلو بسترونو او روغتیايي کارکوونکو شمېر زیات کړی دی.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د طبي چارو مرستیال تنظیموونکي ډاکټر ولي الله حاتم ازادۍ راډیو ته وویل، دا کار یې څو علتونه لري.

"د ځینو ستونزو له کبله په ولایتونو کې روغتیايي سیسټم اغېزمن شو"

نوموړی وايي: "د ځینو ستونزو له کبله په ولایتونو کې روغتیايي سیسټم اغېزمن شو، چې یا د بودجې له ستونزو سره مخامخ شول، یا یې د اکمالاتو نه کېدو له کبله خدمات ټکني شول. دوی د پخوا په څېر خدمات نه وړاندې کول. دغه وجه وه چې ناروغانو زموږ روغتونونو ته مخه کړه. له دې سره زموږ پر روغتونونو فشار زیات شو. درملو ته هم اړتیا زیاته شوه، موږ هڅه وکړه چې زیات درمل افغانستان ته وارد کړو. د ناروغانو د شمېر زیاتېدو له کبله مو د خپلو کارکوونکو شمېر زیات کړ."

یو کوچی، چې وخت نا وخت له یوه ولایت څخه بل ته کډه کوي وايي، د دوی په څو کیلومترۍ کې هم روغتیايي مرکزونه نه‌شته.
یو کوچی، چې وخت نا وخت له یوه ولایت څخه بل ته کډه کوي وايي، د دوی په څو کیلومترۍ کې هم روغتیايي مرکزونه نه‌شته.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، دوی له روانو چلنجونو سره- سره په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

نړیوال بانک په ثور/ غويي میاشت کې د افغانستان له روغتیايي نظام سره د ۱۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړه.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د روان لمریز کال په وږي/ سنبلې میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان روغتیايي نظام بشپړ سقوط ته نږدې شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې هم کمې شوې، چې دې موضوع د افغانستان روغتیايي نظام هم اغېزمن کړ.

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي دوی هڅه کوي روغتیايي خدمات د افغانستان ټولو برخو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG