د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د ناټو دفاع وزیران له اوکراین سره د پوځي مرستو پر مسئلې خبرې کوي


د ناټو دفاع وزیران
د ناټو دفاع وزیران

د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې له اوکراین سره د پوځي مرستو پر مسئلې خبرې کوي.

د ناټو دفاع وزیران نن داسې مهال د دویمې غونډې لپاره تیاری نیسي چې اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدینو د وسلو د تمویل د چټکېدو غوښتنه کړې او روسیې هم د اوکراین په ختیځ کې پر محاصره شوي باخموت ښار حملو ته زور ورکړی دی.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو پرون سې شنبې د غونډې په لومړۍ ورځ یو ځل بیا له دې سره لېوالتیا ونه ښوده چې اوکراین ته جنګي جټ الوتکې ورکړي چې کییف یې په کراتو کراتو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه هڅه کوي مخکې له دې چې د لوېدیځ مهمات اوکراین ته ورسېږي، خپل پرمختګونه ډاډمن کړي.

زیلینسکي پرون سې شنبې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، دی په ډاډه ویلای شي چې اوسني جریانات په خپل حال پاتې دې او په کې بدلون نه دی راغلی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

هغه زیاته کړه چې اوکراین او متحدان به یې هرڅه ترسره کړي څو دا مسئله یقیني کړي چې د ترهګرۍ دولت چې اشاره یې روسیې ته وه، ماته وخوري.

روسیې د حملو په دغې نوې لړۍ کې د دونباس پر ختیځې سیمې ډېر تمرکز کړی دی، خو د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن چهارشنبې وویل چې جګړه یوازې د باخموت ښار په شاوخوا نه ده متمرکزه بلکې لیومان، اوودیوکا او کوپانسک ښارونو کې هم روانه ده.

په اوس وخت کې روسیې په شمال کې کریمینیا ته نږدې او په جنوب کې وهلیدار ته نږدې او همدارانګه په دونباس کې د باخموت ښار په شاوخوا کې جګړه ېره تېزه کړې ده.

روسي ځواکونو له میاشتو راهیسې هڅه کړې چې باخموت ونیسي، هغه ښار چې د یو شمېر لویو لارو پرسر پروت دی خو یو شمېر پوځي کارپوهانو یې د ستراتیژیک اهمیت په اړه شک څرګند کړی دی.

د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره د هغو هېوادونو شمېر چې کییف ته یې د ټانکونو د استولو ژمنې کړي، یولسو ته رسېدلی.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون په بروکسل کې تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۲۲ هېوادونو ژمنه کړې چې اوکراین ته به د پلي ځواکونو جنګي زغروالې وسیلې ورکوي، ۱۶ هېوادونو د توپونو او مهماتو د مرستې ژمنه کړې او نهو دې هېواد ته د هوایي مدافعې د سیسټمونو د استولو ژمنې کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن له کییف سره د وسلو او نورو اضافي مرستو ژمنه کړې، خو ویلي یې دي چې د جټ الوتکو اعلان به په کې شامل نه وي.

په عین حال کې د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریس هم ویلي چې په اوس وخت کې د لوېدیځ په بحثونو کې د جټ الوتکو مسئله نه ده شامله او زیاته یې کړه، کله چې د اوکراین آسمان په راتلونکو درې یا څلورو میاشتو کې خوندي شي نو هغه وخت پر نورو ټولو اقداماتو خبرې کېدای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG