د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د طالبانو رېل پټلۍ ادارې له ازبکستان سره دوه کلن هوکړه لیک لاسلیک کړی


ارشییف: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریلګاډي کرښه
ارشییف: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریلګاډي کرښه

د طالبانو د حکومت د رېل پټلۍ ادارې له ازبکستان سره د سوداګریزو مالونو د انتقال د دوه کلن هوکړه لیک د لاسلیکېدو خبر ورکړی.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر اژانس د یادې ادارې د مسوولانو له قوله لیکلي چې دغه هوکړه ازبکستان ته د طالبانو د حکومت د تللي یو پلاوي او دغه هېواد د رېل پټلۍ ادارې ترمنځ شوې ده.

د باختر اژانس په راپور کې راغلي چې د دغې هوکړې پر بنسټ له دې وروسته د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې ستونزې نه رامنځته کېږي.

په راپور کې د طالبانو د حکومت د رېل پټلۍ ادارې د مسوول ملا بخت‌الرحمن شرافت له قوله راغلي چې د دغه هوکړې پر بنسټ ازبکستاني لوري ژمنه کړې چې د رېلګاډي او پټلۍ په برخه کې به افغانانو ته هم روزنه ورکوي.

په همدې حال کې د ازبکستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د څانګې سلاکار حکمت الله عبیدالله اوف هم په خپله ټویټرپاڼه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د بېرته پیل کېدو خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د رېل پټلۍ په وسیله د سوداګریزو توکو انتقال له اقتصادي اړخه دوی ته ګټور تمامېږي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړی او پاک - افغان خونې رییس خانجان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "یوه ورځ نږدې درې سوه ډبې او بله ورځ پنځه سوه ډبې توکي انتقال شول. په نور مال شکل په دې کې زیاتره یې خوراکي مواد او تېل وو. دا ډېر مهم بندر دی زموږ لپاره ښه شوه چې وضعیت ژر بېرته عادي حالت ته راغی. له دې لارې موږ له چین، روسیې، قزاقستان او خپله ازبکستان سره پراخه سوداګري لرو."

نږدې اته ورځې وړاندې ازبکستان افغانستان ته د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو مالونو لېږد د طالبانو د حکومت له خوا د حیرتان- مزارشریف ترمنځ د رېل پټلۍ د ساتنې او مراقبت په برخه کې د شوو ژمنو د نه پوره کېدلو له امله ځنډولی و.

د حیرتان – مزارشریف رېل پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ۱۲۹ میلیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

افغانستان د دې ترڅنګ له ترکمنستان سره د اقینې او له ایران سره د هرات د رېل پټلې له لارې نښتی دی.

خو افغان سوداګر وايي چې له روسیې او چین سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د ازبکستان لاره تر ټولو لنډه او ارزانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG