د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د حیرتان ـ هیمن پر رېل لارې د مالونو د لېږد پروسه ولې ټکنۍ شوې؟


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له دې امله چې د ازبکستان هېواد د حیرتان – هیمن اوسپنې پټلۍ له لارې د افغان سوداګرو مالونو ته د انتقال اجازه نه ورکوي پر دغې لارې د لېږد رالېږد پروسه ټکنۍ شوی ده.

له کابو درېیو میاشتو راهیسې افغانستان او چین د اوسپنې پټلۍ له لارې له یوبل سره تړل شوي، خو لاتر اوسه له دې لارې یوازې دوه ځلې د مالونو لېږد رالېږد ترسره شوی.​

د سوداګرې او صنایعو خونه وايي، پر دغې لارې د مالونو د انتقال د ټکني کېدو یو لامل دا دی چې ازبکستان اجازه نه ورکوي څو قطار له چین څخه افغانستان ته راشي او افغان سوداګریز توکي بار کړي.

د سوداګرۍ خونو د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي د دوشنبې په روځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومت ته وغوښتل چې د دغه ستونزې د هواري لپاره هڅې وکړي.

حافظي: ستونزه دا ده چې ازبکستان اجازه نه ورکوي.
حافظي: ستونزه دا ده چې ازبکستان اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ستونزه داده چې ازبکستان اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته راغلي قطارونه بیا بارګیري وکړي، پر دې ډېر قیمت راځي، یعني دا چې د تګ او راتګ کرایه باید واخلي، یوه پلمه یې دا وه چې افغانستان د مخدره توکو صادرونکی دی او موږ یې کنټرول کولای نشو او ممکنه ده چې په دغو قطارونو کې مخدره توکي انتقال شي."

د یادې اوسپنې پټلۍ تر پرانیستلو دمخه، د افغان سوداګرو مالونه د کراچې بندر له لارې په ډېر قیمت او ډېر وخت سره افغانستان ته انتقالېدل.

خو د دغه پټلۍ تر پرانیستلو وروسته افغانستان له ازبکستان او قزاقستان له لارې چین سره وتړل شو.

د افغان چارواکو په وینا که چېرې د اوسپنې پټلۍ څخه ګټه واخیستل شي سوداګریزې چارې دوی ته ارزانه تمامېږي او وخت هم کم نیسي.

د افغانستان او چین ریل پټلۍ د سوداګرۍ لپاره تر ټولو ارزانه لار

ازبکستان د چین واګونونو ته له افغانستانه اجازه نه ورکوي

غني: افغانستان د کوم ځانګړي هېواد بندر سره تړلی نه دی

خو د دغه ستونزې د هواري لپاره ازبکستان اجازه نه ورکوي چې له دغې لارې څخه د افغان سوداګرو توکي چین ته انتقال شي او په دې اړه د افغانستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې دوام لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي چې د سفر په ترڅ کې به یې یاده ستونزه هم ورسره شریکې شي.

مستغني: تمه ده په راتلونکې کې د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راشي.
مستغني: تمه ده په راتلونکې کې د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"تمه ده په راتلونکي کې د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راشي او توافق شوی چې تر راتک مخکې یې یو کمېسیون پر ټولو هغو برخو چې د دو اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخېدو امکان پکې شته او تفاهم او موافقو ته اړتیا لري کار وکړي، څو د سفر په ترڅ کې د تجارتي همکاریو د زیاتېدو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي."

د ښاغلي مستغني په خبره، ازبکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په ترڅ کې هم پر ځينو موضوګانو په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ پر ستونزو خبرې شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلو خو د یاد وزارت ویاند په دې اړه څه ونه ویل.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG