د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

ګریفیټس: په ترکیه او سوریه کې به د زلزلې له کبله د مړو شمېر دوه برابره زیات شي


د ترکیې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د ترکیې د بېلابېلو ادارو د ۳۲زره کارکوونکو تر څنګ څه باندې ۸۲۰۰ نړیوال ژغورونکي د پلټنې او ژغورنې په چارو بوخت دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د ترکیې د بېلابېلو ادارو د ۳۲زره کارکوونکو تر څنګ څه باندې ۸۲۰۰ نړیوال ژغورونکي د پلټنې او ژغورنې په چارو بوخت دي.

په بشري او د اضطراري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس سکای نیوز شبکې ته نن یکشنبه ویلي، ډاډه دی چې په دغو دوو هېوادونو کې به د مړینو شمېر دوه برابره یا تر دې زیات وي چې دا وحشتناک وضعیت دی.

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې شمېر په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو یو لوړ رتبه چارواکی وایي، اټکل کېږي چې په ترکیه او سوریه کې به د وروستۍ زلزلې له کبله د مړو شمېر دوه برابره زیات شي.

په بشري او د اضطراري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس سکای نیوز شبکې ته نن یکشنبه ویلي، ډاډه دی چې په دغو دوو هېوادونو کې به د مړینو شمېر دوه برابره یا تر دې زیات وي چې دا وحشتناک وضعیت دی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، ګریفیټس د ژغورنې او ځوابي اقداماتو نړیوالې هڅې وستایلې او ویې ویل چې د غمیزې دا لویه اندازه خورا ټکان ورکوونکې ده.

په ترکیه کې د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو په لړ کې یو اووه میاشتنی ماشوم له یوې نړېدلې ودانۍ ژوندی ژغورل شوی دی.

د ترکیې دولتي راډیو تلوېزیون ټي آر ټي نن سهار راپور ورکړی چې د ژغورنې ډلو دغه ماشوم په هتای ولایت کې تر یوې ودانۍ لاندې تر ۱۴۰ ساعته راګیر پاتې کېدو وروسته وژغوره.

د راپور له مخې، په همدې ولایت کې یو ۳۵ کلن سړی هم تر کنډوالو لاندې له ۱۴۹ ساعتونو تېرولو وروسته ژوندی وژغورل شو.

د ترکیې په غازي عینتاب ولایت کې هم د یوې نړېدلې ودانۍ له کنډوالو د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د ژغورنې خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د ترکیې د بېلابېلو ادارو د ۳۲زره کارکوونکو تر څنګ څه باندې ۸۲۰۰ نړیوال ژغورونکي د پلټنې او ژغورنې په چارو بوخت دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ترکیه او سوریه کې دا مهال لږ تر لږه اته لکه او ۷۰زره زیانمن شوي کسان خوړو ته اړتیا لري او پنځه میلیونه او درې لکه کسان بې کوره شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دې زلزله کې نږدې ۲۴ ملیونه کسان اغېزمن شوي دي.

دغه سازمان د عاجلو صحي اړتیاوو پوره کولو لپاره پرون شنبه د ۴۲ میلیونو او اته لکه ډالرو بسپنې غوښتنه وکړه، ځکه په لسګونو روغتونونه تخریب شوي دي.

د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې زلزلې تېره دوشنبه د ترکیې او سوریې ځینې برخې ولړزولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG