د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

په ترکيه کې د زلزلې له کبله د ۵۰۰ افغانانو د مړینې اټکل شوی


ترکیه کې د ژغورنې ډلې له خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د راایستلو پرمهال
ترکیه کې د ژغورنې ډلې له خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د راایستلو پرمهال

په ترکيه کې د مېشتو افغانانو يو شمېر ټولنې وايي چې په دې هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شويو افغانانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ تنه اټکل شوی دی.

په ترکیه کې د زیانمنونکو ډلو لپاره د نړیوالې پراختیا ټولنې مسوول همایون خیري چې له زیانمنو افغانانو سره مرسته کوي، ازادي راډیو ته وویل: "د هغو اټکلونو او ارقامو له مخې چې راټول شوي دي، شاوخوا ٢٠٠ کسان په ختای اوبه کنټ کې وژل شوي او خاورو ته سپارل شوي. که چېرې موږ دا شمېر اساس وګڼو شاوخوا ۲۰۰ یا ۲۵۰ کسان دي. په نورو ښارونو کې لویه مرګ ژوبله زموږ هېوادوالو ته نه ده اوښتې، ځکه ډېری یې دلته ځای په ځای شوي وو. که نور ښارونه هم په پام کې ونیول شي شاید شاید چې له ٢٠٠ تر ۳۰۰ افغان وګړي په دغه پېښه کې وژل شوي وي."

خو هغه ټینګار کوي چې دا شمېرې وروستۍ او کره نه دي.

د نوموړي په خبره، د ترکيې حکومت تر څنګ افغان بنسټونو او ټولنو هم له قربانيانو په ځانګړې ډول افغانانو سره مرستې کړي دي.

په ترکیه کې ځینې کسان د مړیو شویو کسانو لپاره د قبرونو کیندلو پرمهال
په ترکیه کې ځینې کسان د مړیو شویو کسانو لپاره د قبرونو کیندلو پرمهال

په ورته وخت کې، په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه هېواد زلزله ځپلو سیمو ته یې یو پلاوی استولی چې افغانانو ته د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات راټول کړي.

د دغه سفارت د چارواکو په خبره، په ترکیه کې د افغان بنسټونو او د یاد سفارت ګډ پلاوي له څلورو ورځو راهیسې د دغه هېواد په زلزله ځپلو ولایتونو کې خپل کار پیل کړی دی.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویاند مصدق فقیري ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د مړه شويو افغانانو کره شمېر لا نه دی معلوم.

فقیري وویل: "د هغو ارقامو له مخه چې موږ د سفارت د لېږدول شوي ټیم او ځایي خلکو څخه ترلاسه کړي، له بده مرغه زموږ له ۱۰۰ څخه زیات افغانان په هاتای ولایت کې شهیدان شوي او همدارنګه زموږ شاوخوا ۳۵افغانان په اډیمان ولایت کې شهیدان شوي. زمونږ ټیم غازیان تیب او وروسته له هغه ادانا ته تللی و او نن په مالاتیا ولایت کې دي. کله چې مو راپور ترلاسه کړ انشاالله تاسو سره به یې شمېر او ارقام شریک کړو."

د افغان سفارت چارواکو زیاته کړه چې افغانستان ته یې د جسدونو د لېږد لپاره چمتووالی نیولی، خو د دوی په خبره د دغې پېښې د قربانیانو او نورو افغانانو د اړتیاوو پوره کول، له سیمې او هېواد په نظر کې نیولو پرته د ترکیې د بېړنیو حالاتو د مدیریت مرکز لخوا ترسره کېږي.

د وروستیو شمېرو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله تر ۲۸ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور اغېزمن شوي دي.

په ترکيه کې د افغانستان سفارت وايي، د ترکیې د زلزله ځپلو ولايتونو کې يو شمېر کلي داسې وو چې ټول په کې افغانان اوسېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG