د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

باجوړ اېجنسۍ کې بمي چاودنې د یوه حکومتي افسر په ګډون ۶ کسان وژلي


افغان پولې ته څېرمه د باجوړ اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې چارواکي وايي چې د یوه ځايي حکومتي افسر پر کاروان د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې ګڼو کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي رسنۍ د باجوړ اېجنسۍ د حکومتي او امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د دې اېجنسۍ په "لوی ماموند" سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د دغه برید هدف د باجوړ اېجنسۍ جګپوړی دولتي چارواکی "تحصیلدار" فواد علي و چې د برید په نتیجه کې له خپلو ۴ ساتونکو او ډرېور سره یوځای وژل شوی او موټر یې په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی.

په سیمه کې یوه دولتي چارواکي انور الحق له فرانسپرس خبري اژانس سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په برید کې د تحصلیدار فواد علي موټر په نښه شوی چې د باجوړ اېجنسۍ بانډه ګړیګال تنګي ته پر لار و.

په دغې پېښه کې ۲ کسان ټپیان شوي هم دي چې د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی چې له امله‌یې ښايي د مړو شمېر پورته شي.

امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه‌یې محاصره کړې وه او تلاشي عملیات‌یې هم کړي، خو د پېښې په تړاو یې د چا د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

باجوړ اېجنسي افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په‌کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو وسله‌وال مېشت وو.

که څه هم امنیتي ځواکونو په دغې سیمه کې نېږدې ۸ کاله وړاندې پراخ پوځي عملیات وکړل او سیمه‌یې له ترهګرو پاکه اعلان کړه، خو په دې وروستیو کې په باجوړ اېجنسۍ کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو او قبایلي مشرانو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي دي، خو دا پېښه په دې وروستیو کې تر ټولو ستره ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په باجوړ کې د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او جګپوړو دولتي چارواکو په باجوړ اېجنسۍ کې د ځايي حکومتي چارواکي پر موټر بمي چاودنه غندلې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG