د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د ګڼو افغان لوبغاړو په ګډون د کرېکټ درې سوداګریز لیګونه پيليږي


د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۳ کال په روانه میاشت(جنورۍ) کې د کرېکټ درې نور سوداګریز لیګونه پیل شي.

په دې لیګونو کې اوس مهال د افغان لوبغاړو ګډون پراخه شوی دی او په هر لیګ کې ګڼ شمېر برخه‌وال دي.

د بنګله‌دیش کرېکټ ادارې خبر ورکړی چې د جنورۍ میاشتې په ۶مه نېټه به د بنګله‌دیش غوره لیګ سيالو نهم پړاو پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیزې څانګې د معلوماتو له‌مخې په دې لیګ کې د افغانستان له لوبغاړو فضل الحق فاروقي، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، عثمان غني، حمزه هوتک، شفیق الله غفاري، دروېش رسوي او ګلبدین نایب له بیلابیلو لوبډلو سره لوبیږي.

کرېکټ نړیوالې شورا تر دې دمه دې سیالیو ته د نړیوالو لوبو حیثیت(لیسټ ای) نه‌دی ورکړی.

د بي‌پي‌ایل په سیالیو کې ټول ټال ۴۶ سیالۍ ترسره کېږي او پایلوبه به یې د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه وي.

بل لورته د لومړي ځل لپاره په عربي متحده اماراتو کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د نړیوال شل اوریزه لیګ په نوم سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه پیلیږي.

رپوټونه وایي چې کرېکټ نړیوالې شورا تر دې دمه دې سیالیو ته د نړیوالو لوبو حیثیت(لیسټ ای) نه‌دی ورکړی.

د دې لیګ ځینې لوبډلې هم د ای‌پی‌ایل د مالیکانو له لوري اخيستل شوي دي.

په دې لیګ کې د افغانستان له لوبغاړو حضرت الله ځاځي، فضل الحق فاروقي، ظاهرخان، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، مجیب الرحمن، قیس احمد، نور احمد لکڼوال او نوین الحق د لوبېدو لاسلیکونه کړي دي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

هغه لوبغاړي چې په دواړو لیګونو کې یې د لوبېدو تړون کړی دی، د بنګله‌دیش په غوره لیګ سیالیو کې تر څو لوبو وروسته به د دوبۍ نړیوال لیګ سیالیو ته ورځي.

بل لورته د جنورۍ میاشتې په لسمه نېټه پتییل شوې ده چې د سویلي افریقا شل اوریزه لیګ هم پیل شي.

دا ځل په دې لیګ کې هم د هند غوره لیګ پانګوالو پانګه اچونه کړې ده.

د افغانستان د شل اورونو لوبډلمشر راشدخان بیا له ممبي کپیټاون سره د لوبډلمشر په توګه تړون کړی او ترڅنګ به یې بل افغان لوبغاړی وقار سلامخیل هم په همدې لوبډله کې ولوبيږي. د دې سیالیو پایلوبه به د فبرورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په راتلونکي فبرورۍ او مارچ میاشتو کې به د پاکستان او هندوستان سوداګریز لیګونه هم د ګڼو افغان لوبغاړو په ګډون پیل شي.

XS
SM
MD
LG