د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د سيډني تندر لوبډله په ۱۵ منډو وسوځېده


د سډني تندر لوبډله په ۱۵ منډو وسوځېده
د سډني تندر لوبډله په ۱۵ منډو وسوځېده

د اسټرالیا په بیګ بیش سياليو کې د سيډني تندر لوبډله یوازې په ۱۵ منډو وسوځېده.

دا د شل اوریزو کرېکټ لوبو په تاریخ کې تر ټولو کمې منډې دي.

نن(جمعه) د اسټرالیا په سيډني ښار کې د ایډليډ سټرایکرز او سډني تندر ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د ايډليډ سټرایکرز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ، خو سيډني تندر خپل ټول لوبغاړي په ۵.۵ اورونو کې له لاسه ورکړل او یوازې یې ۱۵ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې هينري تاونټن ۵، ویس اګر ۴ او شارټ یوه ویکټ واخیسته.

د سټرایکرز په لوبډله کې راشدخان هم لوبيږي، خو د هغه د توپ اچونې له راتلو مخکې د تندر لوبډله وسوځېده.

XS
SM
MD
LG