د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د طالبانو حکومت: د هغو رسنيو دوسيې څېړو چې د نظام پر ضد له بهره فعاليت کوي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د هغه رسنیو چې له افغانستانه بهر د نظام پر ضد فعالیت کوي دوسیې به يې د پنجشنبې په ورځ د محکمې له لوري وڅېړل شي.

د دې وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو رسنیو له مسوولینو غوښتل شوي چې، د نظام پر ضد د نشراتو د موضوع په اړه دې وضاحت ورکړي او دغه شان دې د فعالیت جوازونه هم تمدید کړي خو د ده په خبره د هغوی له لوري تر اوسه دوى ته ځواب نه‌دى ورکړل شوی.

د ټولو هغه رسنیو له مسوولینو چې اوس په بهر کې دي او دلته نه‌شته ترې غوښتل شوي چې یا دې وکیل ونیسي او یا دې محکمې ته څوک راولیږي

نوموړي وویل، چې محکمه به د دغه رسنیو د فعالیت د جواز په اړه پرېکړه کوي نه د رسنیو د مسولینو د شخصیت په اړه.

نوموړی وايي: "د پنجشنبې په ورځ لس بجې د ابتدایه محکمې لومړنۍ ناسته ده، د ټولو هغه رسنیو له مسوولینو چې اوس په بهر کې دي او دلته نه‌شته ترې غوښتل شوي چې یا دې وکیل ونیسي او یا دې محکمې ته څوک راولیږي، چې وضاحت ورکړي، که چېرې دوی بیا هم محکمې ته خپل استازي راونه لېږل نو په هغه صورت کې د محکمې له لوري ورته وکیل نیول کېږي، دا چې په غیاب کې د رسنیو د مسوول په اړه پرېکړه کېږي دا خبره ناسمه ده."

خو ښاغلي حماد له دې وړاندې باختر اژانس ته چې اوس د طالبانو تر کنترول لاندې فعالیت کوي ویلي و، چې د هغه رسنیو په اړه چې له هېواده بهر د نظام پر ضد فعاليت کوي او مسوولین يې بهر ته تښتېدلي دي دوسیې يې محکمې ته استول شوي دي.

طالبانو پر رسنيو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو پر رسنيو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي.

خو نوموړي دا نه و ويلي، چې د کومو رسنیو دوسیې محکمې ته استول شوي او د نظام پر ضد يې کوم ډول تبلیغات کول.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره نۍ وايي، د طالبانو دغه ډول کړنې د هغه رسنیو لپاره چې په کور دننه فعالیت کوي د خطر زنګ دی.

د دې بنسټ مسول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل، چې د رسنیو په وړاندې هر ډول غیر قانوني عمل د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته لاس‌رسي ته زیان رسوي.

"دغه ډول کړنې د رسنیو او خبریالان لپاره چې په افغانستان کې فعالیت کوي د خطر یو زنګ دی

نوموړي وويل: "دغه ډول کړنې د رسنیو او خبریالان لپاره چې په افغانستان کې فعالیت کوي د خطر یو زنګ دی خو موږ هیله لرو چې حکومت په خپله دغه پرېکړه له سره کتنه وکړي، تر څو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په برخه کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې پو پناه نه‌شي."

په ورته وخت کې د ازادو خبریالانو ټولنه وايي هیله لري چې، د خبریالانو او رسنیو په وړاندې پرېکړه د افغانستان د رسنیو د قانون پر بنسټ وشي.

د دې ټولنې رئیس حجت الله مجددي ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوی ته ویلي چې، دغه محکمه به یوازې د یو شمېر رسنیو د جوازونو په اړه وي.

ښاغلی مجددي وايي: "هیله‌من یو چې دا پرېکړه د رسنیو د جوازونو د لغوه کېدو لامل نه‌شي، رسنۍ هم داسې معلومات او اسناد وړاندې کړي چې د اوسنۍ نظام پوښتنې ځواب کړي او نظام هم د دوی په وړاندې له حوصلې کار واخلي."

له بلې خوا د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د رسنیو او د رسنیو د مسوولینو په وړاندې د طالبانو غیابي محکمه غیر قانوني او غیر شرعي بللې ده.

دغه فدراسیون د سې‌شنبې په ورځ په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، حاکم سرزوري نظامونه تل د غیابي محاکمو له لوري په رسنیو او د بیان پر ازادۍ فشار راوړي او دا کار د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د بشر له حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې وړاندې په رسنیو ګڼ محدودیتونه وضع کړي او له همدې امله په افغانستان کې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو حکومت په ایف‌ایم او منځینو څپو د ازادي او امریکا غږ راډيوګانو خپرونې بندې کړي.

د طالبانو دا کړنه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG