د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

کاناډا کې افغان خبريالانو 'د افغان – کاناډا خبريالانو' په نوم ټولنه جوړه کړې ده


کاناډا کې د افغان – کاناډا خبريالانو د ټولنې لوګو یا نښان
کاناډا کې د افغان – کاناډا خبريالانو د ټولنې لوګو یا نښان

په افغانستان کې مېشت خبریالان وايي، سره له دې چې له ډېرو ننګونو سره مخ دي، د خبریالانو د ملاتړ د کورنیو او نړيوالو بنسټونو له‌خوا یې پوښتنه نه‌کېږي او دوی مجبور دي چې خپله له هغه ننګونو سره مقابله وکړي چې ورسره مخ کېږي.

یوه خبریاله چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي، نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته يې وویل، هغه افغان خبریالان چې په افغانستان کې پاتې دي، له ډېرو ننګونو سره مخ دي خو د پوښتنې يې څوک یې نه‌شته.

"داسې یو بنسټ په افغانستان کې نه‌شته چې د خبریالانو لاس‌نیوی او د حقونو پوښتنه یا یې هم دفاع وکړي.

دا خبرياله وايي: "داسې یو بنسټ په افغانستان کې نه‌شته چې د خبریالانو لاس‌نیوی او د حقونو پوښتنه یا یې هم دفاع وکړي. په افغانستان کې د خبریالانو کومې کمېټې چې دي، په دې خبرې نه‌دي چې څومره خبریالان اوس په هېواد کې له ګواښ سره مخ دي، څومره خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ او بې دندې شوي دي. همدا رنګه له هېواده بهر هم چې د رسنیو ملاتړي نړۍوال بنسټونه دي، اوس مهال په افغانستان کې د پاتې خبریالانو پوښتنه نه‌کوي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې مېشته یوه بله خبریاله امنه عزیزي هم وايي، سره له دې چې د خبریالانو لپاره کار سخت شوی، خو بیا هم په خبره يې، خبریالان لګیا دي او کار کوي.

نوموړې زیاتوي که د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له‌خوا د خبریالاتو ملاتړ و نه‌شي، د دوی لپاره به په افغانستان کې د کار او ژوند شرایط نور هم سخت شي.

په ټوله کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو له فشارونو سره مخ دي

نوموړې وايي: "افغان خبریالانو هڅه کړې چې څه ناڅه د بیان ازادي ژوندۍ وساتي، خو په ټوله کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو له فشارونو سره مخ دي، دلته د خبریالانو وضعيت چې څه ډول لیدل کېږي، تر هغې زیات خراب دی. که چېرې په افغانستان کې د خبریالانو وضعيت په همدې ډول دوام وکړي، فکر نه‌کوم چې په راتلونکو کلونو کې څوک په رسنیو کې کار ته زړه ښه کړي."

افغان خبریالان داسې مهال په هېواد کې د شته ستونزو او رسنیزو بنسټونو له‌خوا د نه ملاتړ خبره کوي چې تازه په کاناډا کې یو شمېر افغان خبریالانو (د افغان - کاناډا خبریالانو ټولنې) په نوم یوه ټولنه جوړه کړې ده، چې شل افغان خبریالان یې غړیتوب لري.

افغانستان کې رسنۍ او خبريالانو د طالبانو د حکومت له‌خوا له ګڼو بنديزونو سره مخ دي.
افغانستان کې رسنۍ او خبريالانو د طالبانو د حکومت له‌خوا له ګڼو بنديزونو سره مخ دي.

د افغان - کاناډا خبریالانو ټولنې یوه غړي سید مصطفی سعیدي ازادي راډيو ته وویل، د دوى هدف په کاناډا کې د افغان خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پياوړي کول او په افغانستان کې له مېشتو خبریالانو ملاتړ دی.

ښاغلی سعيدي وايي: "د دې ټولنې اصلي هدف د افغان خبریالانو ترمنځ چې د کاناډا په مختلفو ښارونو کې اوسيږي د همغږۍ پياوړي کول دي چې د بیان ازادي په برخه کې یو واحد غږ وي، همدا ډول د هغو خبریالانو لپاره چې په ډېرو بحراني او ناوړه امنیتي شرایطو کې په افغانستان کې ژوند کوي، د عدالت غوښتنه ده."

ښاغلی سعیدي په افغانستان کې شته ستونزو ته په اشارې وايي، دا د ټولو په ځانګړې ډول د خبریالانو مسولیت دی، چې پرې‌نږدي په افغانستان کې د بیان ازادۍ ډيوه مړه شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته سلګونه افغان خبریالان له افغانستانه ووتل او ډېرې رسنۍ وتړل شوې خو د یوه کال له تېرېدو وروسته ګڼو خبریالانو په امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې بېرته خپل رسنیز فعالېتونه پیل کړي او ځینو خو یې له خپلو اړيکو او امکاناتو په استفادې سره غږيزې، تصويري او چاپي رسنۍ هم جوړې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG