د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

سربیا کې سلګونه کسانو د اوکراین جګړې پر ضد لاریون کړی


اعتراض کوونکو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د لوېدیځ بالکان په دغه هېواد کې د روسیې سفارت ته ځانونه ورسوي.
اعتراض کوونکو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د لوېدیځ بالکان په دغه هېواد کې د روسیې سفارت ته ځانونه ورسوي.

د روسیې په دودیز ملاتړي هېواد سربیا کې سلګونه کسانو په اوکراین کې د مسکو د جګړې په ضد اعتراض وکړ.

سلګونه لاریون کوونکو د روسیې په دودیز متحد هېواد سربیا کې د اوکراین دننه د مسکو د جګړې خلاف غږ پورته کړ.

لاریون کوونکو پرون شنبه په بنرونو کې چې له ځان سره ېې لیږدول ولادمیر پوتین ته په خطاب کې لیکلي وو: " له اوکراینه لاس واخله."

لاریون کوونکو د اوکراین د ازادۍ، د جګړې د پای ته رسېدو او یو شمېر نور شعارونه هم ورکول او ویل یې ۳۰۴ ورځې کیږی چې اوکراین کې خلک له مرګ او ویرې سره ژوند کوي.

اعتراض کوونکو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د لوېدیځ بالکان په دغه هېواد کې د روسیې سفارت ته ځانونه ورسوي.

سربیا د بالکان هغه هېواد دی چې له تاریخي او دودیز پلوه له روسیې سره نږدې اړیکې لري.

سربیا که څه هم په اوکراین کې د روسیې جګړه غندلې، خو له دې سره سره چې د اروپایي ټولنې غړیتوب غواړي، هغو بندیزونو کې ځان نه دی ښکېل کړی چې دغې ټولنې پر مسکو لګولي دي.

سربیا له دې وړاندې د روسیې په ملاتړ د غونډو او اعتراضونو شاهده هم وه.

دغلته ښي اړخي ګوندونو، د ارتودوکس مسیحیانو سازمانونو او نورو ډلو د پوتین او روسیې په ملاتړ غږونه اوچت کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د راپورونو له مخې د اوکراین د جګړې له پيله سلګونه زره ځوان روسان له هېواده له دې وېرې تښتېدلي چې د اوکراین جګړې ته وانه ستول شي.

دوی کې یو شمېر سربیا ته هم تللي دي.

پرون د ډسمبر ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د نا موجه یرغل لس میاشتې پوره شوې.

د اوکراین په جګړه کې د لسګونه زره کسانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي او میلیونونه نور په جبر د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په اوکراین کې لا هم جګړه روانه ده او امریکایي او نورو سرچینو ویلي، د پای ته رسېدو هېڅ څرک یې نه معلومېږي.

ترکیې پرون شنبې دا ومنله چې په اوکراین کې د روسیې جګړه به سره له دې چې انقره د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو د تنظیمولو لپاره هڅې کوي، په اسانۍ پای ته ونه رسېږي.

رویټرز اژانس ویلي چې پرون په خرسون سیمه کې د اوکراین د بېړنیو خدمتونو درې ماین پاکان چې د سیمې په پاکولو لګیا و، د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

پر خرسون سربېره د اوکراین له نورو سیمو هم د جګړو او هوایي بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG