د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د امنیت شورا غونډه کې د اوکراین او ایران په اړه تاوده بحثونه شوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د امریکا متحده ایالتونه او متحدان یې د امنیت شورا په غونډه کې له روسیې او متحد ایران سره یې په دې بحثونو کې ونښتل چې روسیه لا هم د اوکراین جګړه کې له ایرانۍ بې پيلوټه الوتکو کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډه تر ډېره د اوکراین پر جګړې او په دې جګړه کې د ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر رول ور ټوله وه.

متحده ایالتونو او متحدانو یې له ایران سره په دې مسئله تود بحث وکړ چې تهران مسکو ته کمیکازه بې پیلوټه انتحاري الوتکې او نور تجهیزات ورکوي او روسیه یې د اوکراین جګړه کې کاروي.

د امریکا او ایران د استازو بحثونه نور هم مخته ولاړل او دوی یو بل د هغو خبرو په درېدو کې پړه وبلل چې د ایران اټومي تړون ته د امریکا د بیا ستنېدلو په هدف پيل شوې وې.

متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم تورن کړی چې ګواکې "د روسیې ګواښونو ته تسلیم شوی دی."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې غونډې سره همهاله له اوکراینه د تازه جګړو راپورونه هم خپاره شوي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، پرون دوشنبه پر کییف او شاوخوا سیمو یې بریدونو کې روسیې له ۳۵ ایراني بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی او دوی لږ تر لږه ۳۰ دغه ډول الوتکې ویجاړې کړي دي.

د اوکراین دفاع وزارت د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دغه بریدونه د جګړې له پيله تر ټولو پراخ بللي دي.

پر دې سربېره له دونتڅکه هم د تودې جګړې راپورونه ورکول شوي او اوکرایني چارواکو ویلي، روسي پوځیان هڅه کوي چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

دوی ویلي، د روسیې هدف د اوکراین د برښنایي تاسیساتو ویجاړول او یخې هوا ته د ملکیانو پرېښودل دي.

په همدې حال کې د روسې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې په ورځ له خپل بېلاروسي سیال الکساندر لوکاشینکو سره په لیدنه کې د پوځي تمرینونو په ډېرېدو، ګډو امنیتي اقداماتو، پوځي روزنو او پوځی مرستو خبرې کړي دي.

بېلاروس چې د روسیې او اوکراین دواړو ګاونډی دی، د هغو محدود شمېر هېوادونو له ډلې دی چې د اوکراین په جګړه کې یې د پوتین ملاتړ کړی دی.

پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل نن د ډسمبر په ۲۰مه درې سوه ورځې پوره شوې، خو دغه جګړه لا هم روانه ده او امریکایي چارواکو ویلي، روسان یې د پای ته رسېدو خبرو ته لېواله نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG