د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ځینې کابل ښاریان: ککړې هوا بېلابېلې ناروغۍ پیدا کړي


ارشیف: د کابل یوه څنډه
ارشیف: د کابل یوه څنډه

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د هوا په سړېدو سره د کابل ښار هوا هم ککړه شوې، خو د طالبانو حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي وایي، سهار او مازدیګر مهال د ښار هوا ډېره ککړه وي، ځکه د دوی په خبره، ځینې ښاریان د کورونو د ګرمولو لپاره بې کیفیته سون توکي سوځوي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې فریدې ازادي راډیو ته وویل، د هوا ککړتیا کابل ښاریانو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کړي.

هغه وايي: "کله چې هوا سړه شي نو په کابل ښار کې ژوند کول هم ستونزمن شي. مازدیګر مهال چې اسمان ته ګورې نو ککړ او دود و ګرد وي، موږ ډېر په تکلیف یو او ان خلک یې ناروغه کړي."

د کابل ښار بل اوسېدونکی مسعود هم ورته شکایت لري.

دی په دې برخه کې د طالبانو حکومت له لوری د یوه منظم پروګرام له نشتوالی سر ټکوي.

هغه وویل: "د کابل هوا ډېره ککړه شوې او دا هوا بیا پر مشرانو، ماشومانو او ښځو ډېر ناوړه اغېزه کوي. ډېری حمامونه او لوړې ودانۍ د تصفیې سیستم نه لري او له بده مرغه چې د چاپېریال ساتنې اداره په دې برخه کې تدابیر نه لري او عامه پوهاوی هم نه شته، دا د اندېښنې وړ خبره ده."

خو د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، له کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ سره په ګډه د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره کار کوي او تر اوسه دوی په دی برخه کې ځینې اقدامات هم کړي.

د یادې ادارې د تفتیش او کنټرول ریاست سرپرست محمد بصیر امین ازادي راډیو ته وویل: "د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست په همکارۍ د کابل په بېلابېلو سیمو کې لسګونه لوړې ودانۍ تړل شوي او دغه شان هغه ډیزلي جنراتورونه چې تخنیکي ستونزه یې درلوده او هوا یې ککړوله بند کړي. دغه شان د ده سبز په سیمه کې یو شمېر فابریکې چې هوا یې ککړوله وتړل شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده."

امین دغه شان وویل، د دې اقداماتو ترڅنګ، د جوماتونو د امامانو، ګذر وکیلانو، ښوونځیو او نورو ادارو په همکارۍ د عامه پوهاوي پروګرامونه هم روان دي.

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې اداره اقلیمي بدلون، د باران او واورې نه ورښت، د بې کیفیته او ککړو سون توکو سوځول، په کابل کې د وګړو شمېر ډېرېدل، د نقلیه وسایطو لوګي او ځینې داسې نور عوامل د هوا د ککړتیا لامل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو نړیوالو ادارو د راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د لوږې او بېکارۍ کچه لوړه شوې او ډېری کورنۍ د سون توکو د پېرلو توان نه لري نو له همدې امله د کورونو د ګرمولو لپاره له بې کیفیته سون توکو استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG