د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د کابل ککړه هوا؛ ښاریان: هوا دومره ککړه شوې چې ساه ایستل یې ګران کړي


ارشیف؛ د کابل ککړه هوا
ارشیف؛ د کابل ککړه هوا

د ژمي موسم په پیلېدو سره، د کابل هوا تر بل هر وخت زیاته ککړه شوې چې د تېرو کلونو په څېر یې د کابل ښاریانو اندېښنې راپارولي دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پلازمېنې هوا دومره ککړه شوې ده چې د ساه ایستل يې خلکو ته ستونزمن کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی صابر کولاب وايي، د کورنۍ ۶ غړي یې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاتوي، وزګاره دی او د کور د تودولو لپاره د لرګیو اخیستو پیسې نه لري.

صابر وايي، خځلې راټولوي او د ماشومانو د ګرمولو لپاره یې کور ته وړي، څو هغوی د سړې هوا له مرګوني ګواښ وژغوري.

د نورو ستونزو تر څنګ، د هوا ککړتیا هم کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.
د نورو ستونزو تر څنګ، د هوا ککړتیا هم کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

دی وایي: "زموږ وضعیت ډېر خراب دی. کور کې مو ناروغ ماشومان دي. هېڅ نه لرو. څنګه وکړو؟ حیران یم. د درملنې پیسې نه لرو، فقر وروستي حد ته رسېدلی دی، موږ سره مرسته وکړئ."

تمکین د کابل ښار بله اوسېدونکې ده وايي، ککړې هوا تنفسي ناروغۍ ډېرې کړي.

نوموړې زیاتوي، که د هوا د ککړتیا مخه ونه نیول شي، کابل ښار کې به د تنفسي ناروغیو له امله د مړینې کچه لوړه شي.

تمکین زیاتوي: "له بده مرغه کابل کې وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. ماشومان مریضان شوي. که وضعیت په همدې ډول روان وي، د مړینې لامل به شي، هیله لرم چې دې برخې ته پاملرنه وشي."

کابل ښار کې یو تن مدني فعال روح الله سنګر وايي، په کابل ښار کې قیمتۍ او فقر د هوا د ککړتیا ستونزه زیاته کړې ده او باید دغې موضوع ته جدي پاملرنه وشي.

نوموړی وایي: " ککړه هوا زموږ د خلکو لپاره لویه ستونزه ده. موږ د دې شاهدان یو چې هره ورځ د ککړې هوا له امله خلک ناروغانېږي، بیې لوړې شوي دي، فقر هره ورځ زیاتېږي، همدا د دې لامل شوی چې خلک اړ شي، څو ککړ توکي وسوځوي. کابل ښار تر بل هر وخت زیات ککړ شوی دی، په هر کور کې یو یا دوه ناروغان موجود دي، هیله لرم چې حکومت دې برخې ته توجه وکړي. "

کابل ښار کې شااوخوا ۵ میلیونه خلک اوسېږي. ښاریان یې اړ دي چې د فقر له امله ککړ او د سونګ بې کیفیته توکي وسوځوي او استفاده ترې وکړي.

کابل ښاریان وایي ککړه هوا یوه لویه ستونزه ده
کابل ښاریان وایي ککړه هوا یوه لویه ستونزه ده

د کابل د ځينو ښاریانو له لوري د کثافاتو له صندقونو، د پلاستیکونو، د موټر ټایرونو او نورو موادو راټولو او په بخاریو کې ترې استفاده، کارخونې، د کابل ښار څنډو کې او د خښتو بټۍ، په دغه ښار کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بلل کېږي.

د سوداګریزو لوړو ودانیو او استوګنیزو ښارګوټو د مرکز ګرمیو د ګرمولو لپاره د سکرو د ډبرو استفادې هم د کابل ښار هوا ککړتیا ککړه کړې ده.

تېرکال پخواني حکومت د هوا د ککړتیا له عاملینو سره جدي قانوني چلند کړی وو.د یو شمېر ښارګوټو خاوندان یې نغدي جریمه کړي وو او ځینو نورو ته یې خبرداری ورکړی و.

د طالبانو حکومت هم سږکال د هوا د ککړتیا عاملینو سره د سخت او جدي چلند خبره کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو وايي، د ۲۵۰۰ لوړو ودانیو له ډلې تر اوسه ۷۰۰ هغه کنټرول او ارزول شوي دي.

کریمي زیاتوي: "اسلامي امارت د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړی چمتووالی نیولی دی چې یو هغه یې د لوړو ودانیو له لوري د تصفیې ماشینونو نصبول دي. د ښار تنظیف لپاره هم هڅې روانې دي، اسلامي امارت د دې ستونزې د مخنیوي او حل لپاره په کمو امکاناتو اقدام کړی دی او تر اوسه یې ۷۰۰ لوړې ودانۍ کنټرول او ارزولې دي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، اسلامي امارت د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړی چمتووالی نیولی دی
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، اسلامي امارت د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړی چمتووالی نیولی دی

ښاغلی بلال کریمي د کابل ښار له اوسېدونکو غواړي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره له دوی ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره سرپرست نه لري او د کابل ښار د هوا ککړتیا کچه هم تر اوسه د هېڅ بنسټ له لوري نه ده تشخیص شوې.

XS
SM
MD
LG