د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

ډاکتر احمد ناصر سرمست د موسیقۍ د حقونو د اتل لقب وګاټه


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ مشر او بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ مشر او بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ مشر او بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست د موسیقۍ د نړیوالې شورا له خوا د موسیقۍ د حقونو د اتل لقب وګاټه.

د موسیقۍ نړیوالې شورا پرون دوشنبه د ډسمبر پنځمه په یوه اعلامیه کې له ټولې نړۍ د موسیقۍ د حقونو د اتلانو په توګه د پنځو کسانو نومونه اعلان کړل چې په سر کې یې د ډاکتر احمد ناصر سرمست نوم راغلی.

ډاکتر سرمست د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ مشر او بنسټګر دی.

د موسیقې نړیواله شورا چې مرکز یې په پاریس کې دی د نړۍ په کچه د موسیقۍ د ارزښت لپاره کار کوي او په څه باندې یو نیم سلو هېوادونو کې له د موسیقې له شاوخوا زرو مرکزونو او بنسټونو سره اړیکې پالي.

د شورا په اعلامیه کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ مشر او بنسټګر ناصر سرمست هڅې ستایل شوي چې څنګه یې په تېرو کلونو کې د افغانستان د موسیقۍ د ژوندي ساتلو لپاره کار وکړ.

ډاکتر سرمست د دې لقب د ګټلو په اړه په یوه ویډیويي پیغام کې چې د موسیقۍ نړیوالې شورا خپور کړی داسې ویلي: "د افغانستان په معاصر تاریخ کې په داسې یوه غمجن وخت کې چې ټول ملت په زور غلی شوی زه د موسیقۍ د نړیوالې شورا د حقونو د اتل په توګه ټاکل شوی یم. دا اقدام ډېر مهم او ارزښتناک دی. دا د موسیقۍ د حق لپاره د افغانستان د خلکو د مبارزې قدرداني ده."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو په بیا واکمنېدو پر موسیقۍ بندیز ولګېد او هنرمندان او سندرغاړي یا له هېواده وتښتېدل یا یې نورو کارو ته مخه کړه.

سرمست په خپل پیغام کې ټینګار وکړ چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي څو موسیقي ته اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د خلکو او افغان هنرمندانو په استازیتوب پر تاسو د موسیقۍ مینه والو، هنرمندانو، موسیقۍ مرکزونو، اکاډمیو، د موسیقۍ مدافعینو او بشري سازمانونو غږ کوم چې زموږ مبارزې سره یوځای شئ او په افغانستان کې د موسیقۍ د بندېدو غندنه وکړئ او له طالبانو په ګډه وغواړو چې د افغانستان د خلکو د موسیقۍ حق بېرته ورکړي."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ زده کوونکي
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ زده کوونکي

د راپورونو له مخې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ ودانۍ په پوځي مرکز بدله کړه او د موسیقۍ الې یې ورماتې کړې.

له هغه وخته د څو میاشتو په موده کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ زده کوونکي، روزونکي او کورنۍ یې په څو ډلو کې لومړی قطر او بیا پرتګال ته یوړل شوې.

افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ ټول ټال ۲۷۳ زده کوونکي، روزونکي او کورنۍ یې د پرتګال په پلازمینه لیزبون کې هستوګن شوي.

دوی په لیزبون کې له کابله تر راوتلو وروسته خپل لومړنی لوی کنسرټ هم ترسره کړ چې د امریکا غږ تلوېزیون خپور کړ.

تر هغه را وروسته څو نور واړه کنسټرونه هم ترسره شوي او هڅې روانې دي چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ هنرمندان د کنسرټونو لپاره نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG