د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت په پرتګال کې خپل فعالیت بیا پیلوي


د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي

د افغانستان د موسيقۍ په ملي انستيتوت کې هغه وخت ساز، اواز او د موسيقۍ درسونه وو چې طالبانو لا کابل نه‌و نیولی.

خو اوس کیسه بل ډول ده. ساز، اواز بند شوي، زده‌کوونکي او ښوونکي اواره شوي او هېواد ته د ژر ستنېدو هيلې نه‌لري.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د کورنۍ وروستی غړی د چهارشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد.

وجیه کابلي د دې انستیتیوت یوه له تکړه ضرب غږوونکو ده. هغه چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې ده، ازادي راډیو ته وایي چې د خپل راتلونکي تصور یې په جلاوطنۍ کې نه‌و کړی، خو بیا هم خوښحاله ده چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه راوتلې.

وجیه زیاتوي: "کله چې طالبان راغلل، ما ټولې هیلې له لاسه ورکړې، ځکه دا هغه څه و چې ممکن نه‌و. زما ټولې هیلې او موخې له‌منځه ولاړې."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي

۲۷ کلنه فاطمه عارف چیلو غږوونکې ده. دا وايي چې له داسې برخليک سره د مخامخېدو تمه‌يې نه‌درلوده، خو د وضعیت له بدلېدو سره د بېرته راستنېدو په هیله ده.

فاطمه وايي: "په راتلونکي کې غواړم یو ښه چیلو غږوونکې شم او خپل هېواد ته ګټه ورسوم. کله چې زموږ هېواد ارام او خوندي شي، زه غواړم ورشم او نورو زده‌کوونکو ته درس ورکړم."

که څه هم طالبانو د موسیقۍ په اړه په ډاګه بندیزونه نه‌دي لګولي، خو د هېواد په ځینو برخو کې د موسیقۍ له غږوونکو او له هغو کسانو سره چې موسیقي اوري د دوی د بد چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت رئیس احمد سرمست چې خپل ټول ۲۷۲ زده‌کوونکي او استادان‌یې له افغانستانه ایستلي، وايي چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د افغانستان د هنر او کلتور د ټولنې لپاره ویجاړوونکی دی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې

هغه وايي چې طالبانو په سیستماتیک ډول د دې بنسټ ودانۍ په پوځي اډه بدله کړې او په کابل کې يې بنسټيز تأسيسات ضبط کړي او یو شمېر کارکوونکي یې نورو ادارو ته خدمتي استولي دي.

خو اوس د شته بشري ځواک او روزلي کدر سره چې دا انستیتیوت‌یې لري، پرتګال‌یې د هنري او ښوونیزو فعالیتونو د دوام لپاره راتلونکی مقصد دی، هغه هېواد چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ټولو غړو ته‌یې پناه ورکړې ده.

احمد ناصر سرمست د پنجشنبې په ورځ پرتګال ته سفر وکړ چې په پرتګال کې د موسیقۍ د ښوونځي د بیا جوړولو په برخه کې پرمختګونه وڅېړي.

دی وايي: "دا باید د هنر یو مرکز وي چېرې چې موږ نه‌یوازې خپلو زده‌کوونکو ته، بلکې ټولو هغو کسانو ته چې د موسیقۍ له زده‌کړې سره علاقه لري افغاني موسیقي زده کړو. د با کیفیته موسیقۍ زده‌کړې خدمتونه نه‌یوازې زموږ د زده‌کوونکو لپاره، بلکې په پرتګال کې د ټولو ډلو لپاره چې د موسیقۍ زده‌کړې نه‌شي کولای، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت کې وړاندې کړي."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست

احمد ناصر سرمست وايي، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ښځو ارکستر "زهره" به ډېر ژر بېرته فعاله شي.

زهره یو ارکستر و چې د مېرمنو د شتون له امله په نړیوالو کنسرتونو کې یې شهرت وموند او د بېلابېلو جایزو سربېره‌یې د نړۍ تر ټولو معتبره موسیقۍ جایزه، د پولر میوزیک جایزه، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په نوم ثبت کړه.

د طالبانو هېڅ یوه ویاند په افغانستان کې د انستیتیوت د راتلونکي او په دوی باندې د ښاغلي احمد سرمست د تورونو په اړه د ازادي راډیو پیغامونو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې نګین خپلواک
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې نګین خپلواک

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ۲۰۱۰ کال د جون په ۲۰مه د احمد ناصر سرمست په هڅو د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د پخواني حکومت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې پرانیستل شو. دا په افغانستان کې د مسلکي موسیقۍ د زده‌کړې په برخه کې تر ټولو فعاله اداره وه.

XS
SM
MD
LG