د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

بشري کړکېچ؛ د سره صليب نړيوالې کمېټې له افغانانو سره د نړۍ مرسته وغوښته


ارشيف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشيف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ وايي، نن ورځ یوازې بشري سازمانونه نه شي کولای د افغانستان د اوسني بحران بار په اوږو واخلي بلکې باید پراختیایي سازمانونه هم لاس په کار شي او مرسته وکړي.

سوړ ژمی او د افغانانو د بې‌وزلۍ ځورونکې کېسې!

عبدالحکیم درې کاله وړاندې د بادغیس د مقُر ولسوالۍ څخه د هرات کرُخ ولسوالۍ ته د غربت او نورو بېلابېلو لاملونو له امله کډه شو.

هغه وايي، هلته اوس د ده په ګډون نږدې درې زره داسې کورنۍ شته چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د خوړو او ځان ګرمولو لپاره هېڅ امکانات نه‌لري.

نوموړی زياتوي: "تېر یوه کال کې یو شمېر خلکو سره یوازې یوه بورۍ اوړه مرسته شوې، کمک هم پرې بند دی او داسې څه هم نه‌شته چې بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي. ژمی هم راغلی، ډېر په سختو حالاتو کې یوو."

د ملګرو ملتونو سازمان د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان په همداسې یو وضعیت کې دي چې خوراکي توکو او د سون توکو ته یې لاسرسی ورځ تر بلې سختېږي.

ارشيف: د خوست اوسېدونکي د کار او خوراکي توکو نشتوالي له امله شکايت کوي. 02-12-2021
ارشيف: د خوست اوسېدونکي د کار او خوراکي توکو نشتوالي له امله شکايت کوي. 02-12-2021

په همدې حال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ وايي، ژمی د ډېرو افغانانو لپاره لا له وړاندې پیل شوی ډېر ستونزمن وضعیت لا پسې خرابوي.

هغه وايي چې دا دروند بار د بشرپاله موسسو پر اوږو زیاتوالي کوي او نورو سازمانونو ته په کار ده چې لاس په کار شي.

شویب چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې په موخه دې هېواد ته په سفر تللی، د سره صلیب نړیوالې کمېټې یې یو ویډیويي پیغام په خپله ټویټرپاڼه خپور کړی چې په کې وايي: "د نن ورځې بشردوستانه سازمانونه یوازې نه شي کولی د ځواب بوج په غاړه واخلي. دا مهمه ده چې حل لارې وموندل شي یا نور لوبغاړي لکه پرمختیایي لوبغاړي کولی شي ګام پورته کړي او د دې ځواب ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په ټول افغانستان کې افغانان هغه لومړني خدمتونه ترلاسه کوي چې دوی ورته سخته اړتیا لري."

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي، د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ او سینه‌ بغل پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د ازادي راډيو خبريال له طالب ویاندویانو د سره صلیب د اندېښنو او په ساړه ژمي کې د افغانانو د اوسني ناوړه وضعیت د ښه کېدو لپاره د دوی د پلانونو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې ورنه کړ، خو وړاندې یې ویلي، دوی د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

هاخوا د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ دا خبرداری هم ورکوي چې د افغانانو د اوسني وضعیت د ښه‌والي لپاره د بشردوستانه سازمانونو مرستې ځواب ګویه نه‌دي او اړتیا ده چې یوه لاره حل وموندل شي او یا هم د بشري مرستو په برخه کې ښکېل هېوادونه افغانانو سره د مرستو لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

سره صلیب دوه ورځې وړاندې په یوه راپور کې ولیکل، په داسې حال کې چې ژمی را روان دی، په افغانستان کې اقتصادي ناورین مخ په زیاتېدو دی او تر خوا یې په ماشومانو کې د سینه‌ بغل او خوارځواکۍ پېښې هم زیاتې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG