د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

فراه کې د کوکنارو او بنګو د له‌منځه وړلو کمپاين پيل شوی


ارشيف
ارشيف

د فراه ولایت سیمه يیز چارواکي په دغه ولایت کې د بنګو او کوکنارو د له‌منځه وړلو په هدف کمپاین پیل کړی.

په دې ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، ۳۰ جریبه هغه ځمکه یې له‌منځه وړې چې بنګ پرې کرل شوي و او دغه لړۍ به دوام ولري.

د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ بزګران وايي، له هغې وړاندې چې د طالبانو مشر د کوکنارو د کښت د منع کولو په اړه فرمان ورکړي په خپلو ځمکو کې یې د بنګ تخم شیندلی و.

دوی وايي: "موږ د امیر المومنین له فرمان وړاندې په ځمکو کې تخم شیندلی و، زموږ نیت دا و چې کله ارامي راغله دا کښت لمنځه وړو او په ځای جوار کرو خو که دوی اوس امر وکړي موږ غنم هم کرو."

دغه راز يوه بل کروندګر وويل: "

موږ خوښ يو چې کوکنار ورک شي

، زما غوښتنه له نور بزګرانو دا ده چې نورې دې په خپلو ځمکو کې کوکنار او دې ته ورته نور بوټي نه کري."

له بلې خوا په فراه ولایت کې سیمه ایز چارواکي وايي، د کوکنارو سره د مبارزې په پیل شوي کمپاین کې تر دا مهاله ۳۰ جریبه ځمکه په خاک سفید ولسوالۍ کې د بنګو له کښته پاکه شوې او دغه لړۍ نور ولسوالیو ته د غځېدو په حال کې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند عارف عدیل وايي، د خپل مشر د فرمان د پلي کولو په موخه یې دغه کمپاین پیل کړی.

ښاغلي عدیل ازادي راډيو ته وویل: "د فراه ولایت په پشت رود، خاک سفید، بالا بلوک، فراه رود ولسوالیو او یو شمېر نور برخو کې هغه ځمکې کشف شوې جې بنګ په کې کرل شوي او له نېکه‌مرغه چې امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو دغه ځمکې بنګو څخه پاکې کړې."

په ډېرو سيمو کې تېره مياشت له کوکنارو حاصل راټول شو.
په ډېرو سيمو کې تېره مياشت له کوکنارو حاصل راټول شو.

د طالبانو مشر ملا هبت الله مودې وړاندې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کر کیله منع وګرځوله او سرغړونکو ته یې دسختې سزا خبره هم وکړه.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، په فراه ولایت کې دغه کمپاین تر هغې دوام کوي چې ددغه ولایت ټولې ځمکې له بنګو نه وي پاکې شوې.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د نشه‌یې توکو د لمنځه وړلو په برخه کې لاس په کار شوی چې له واکمنېدو وړاندې پر همدوی د نشه توکو له لارې د تمویل تورنه لګول شوي و.

XS
SM
MD
LG