د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

باميانو کې د بايسکل ځغلولو سيالۍ وځنډول شوې


ارشیف، بامیانو کې د نجونو د بایسکل ځغلولو سیالۍ
ارشیف، بامیانو کې د نجونو د بایسکل ځغلولو سیالۍ

د باميانو ولايت د بدني روزنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د بايسکل ځغلولو سيالۍ د نا امنیو له وجې وځنډول شوې.

د دې ولايت د بدني روزنې رئيس سيد اسحاق هاشمي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ چې ټاکل شوې وه نن د سولې په نوم پيل شي له کابله د پلاوي د نه‌رارسيدو له امله وځنډول شوې.

نوموړی وايي، پلاوی په لاره کې د ناامنۍ له وجې خپل راتګ وځنډاوه.

د باميانو د بدني روزنې رياست وايي، دغه سيالۍ به د ۵۰ لوبغاړو چې ۲۰ يې نجونې او ۳۰ هلکان دي په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

د دې لوبو هدف وسله‌والو مخالفینو ته د سولې غږ رسول په ګوته شوي.

XS
SM
MD
LG