د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه له خيرسون ښاره وتلو ته دوام ورکوي


د اوکراين او روسيې جګړه
د اوکراين او روسيې جګړه

اوکرایني ځواکونه د خیرسون ښار پر لوري پرمختګ ته دوام ورکوي، دا خبره د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز نن وروسته تر دې وروسته وکړه چې روسي ځواکونه د مسکو د امر له مخې د ډنیپر سیند له لوېدیځې غاړې په شاه تګ ته دوام ورکوي.

روسیې پرون پنجشنبې وویل چې، له دې ستراتیژیک ښار څخه د روسي ځواکونو وتل پیل شوي دي.

لوی درستیز وویل، د وتلو بهیر ورو دی ترڅو روسي ځواکونه وکولای شي چې د دنیپر د سیند بلې غاړې ته خپلې مورچلې پیاوړې کړي.

له ستراتیژیک پلوه خیرسون له دوو اړخونو مهم دی، د روسیې له‌خوا د اوکراین د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې یوازینۍ وچه لاره له همدې سیمې تېریږي او هم د د نیپرد سیند په خوله کې اوکراین پر دوو برخو جلاکوي.

د اوکراين او روسيې جګړه
د اوکراين او روسيې جګړه

که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خرسون په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ پڅ شوی و خو وروسته له دې چې اوکراین پر دنیپرو سیند څو پُلونه په توغندو وویشتل، د روسیې د اکمالاتو په لارو کې خنډونه پېښ شول.

د اوکراین لوی درستیز وویل، چې روسي ځواکونه له په شاکېدو سره کورونه لوټي، مهم بنسټیز تاسیسات ویجاړوي او هم د هغو سیمو اوسېدونکي اجباري کوچ ته اړکوي، چې د دوی تر کنټرول لاندې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل، د اوکراین ځواکونو د هېواد په جنوب کې یو څلوېښت مېشت ځایونه ازاد کړي، خو د ده په خبره هغه د یوې وحشتناکې مبارزې او د ازادۍ لپاره د اوکراینیانو پر سرښندنې.

د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې که اوکرایني پوځیان د خیرسون ښار ونیسي نو د کریمیا ټاپووزمې د بېرته نیولو لار ورته هوارولی شي.

XS
SM
MD
LG