د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

مارک ميلي: د اوکراين په نهه مياشتنۍ جګړه کې يو لک روسي پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


د روسيې او اوکراين جګړه
د روسيې او اوکراين جګړه

په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین له یوه مهم ښاره شاتګ ته اړ شوي، د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وايي، د اوکراین په نهه میاشتنۍ جګړه کې تر اوسه پورې یو لک روسي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، مارک میلي وايي چې ممکن د اوکرایني پوځیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر هم همدومره وي.

اوکرایني ځواکونه خرسون ښار ته د نژدې کېدو په حال کې دي او د راپورونو له‌مخې، د روسیې پوځ ته امر شوی چې د اوکراین له دې ښاره، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې نیولی و، ووځي.

روسي جنرالان وايي چې د دغه ښار د اکمالاتو لارې پرې بندې شوي دي.

له خرسون څخه د روسي ځواکونو وتل دا معنا لري چې روسي پوځیان د اوکراین په خاوره کې د بهېدونکي سین دنیپرو له لوېدیځې غاړې بشپړ شاتګ کوي.

په اوکراین کې د روسیې قوماندان جنرال سرګی سورو ویکین د پوځ له مشرانو سره په یوه غونډه کې روانه اوونۍ وویل، په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو ښه لار دا ده چې د دنیپرو سین د غاړې په اوږدو کې یوه دفاعي کرښه جوړه کړي څو د سین دې غاړې ته د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خرسون په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ پڅ شوی و خو وروسته له دې چې اوکراین پر دنیپرو سین څو پُلونه په توغندو وویشتل د روسیې د اکمالاتو په لارو کې خنډونه پېښ شول.

مخکې تر دې چې روسیه له خرسون څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو پیل وکړي، دوی په کوچنیو بېړیو کې د ښار زرګونه ملکي اوسېدونکي وایستل.

اوکراین د روسیې دا اقدام د خلکو جبري کوچول وبلل.

اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

خرسون، چې د اوکراین په جنوب کې د تور سمندرګي غاړې ته نژدې دی، د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی.

تر جګړې مخکې یې نفوس ۳۸۰ زره و.

دا ښار کریمیا ټاپووزمې ته هم نژدې دی، د اوکراین د خاورې هغه برخه چې روسیې په ۲۰۱۴ م کال له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.

د پوځي چارو د متخصصانو په باور خرسون د کریمیا دروازه ده، که اوکرایني پوځیان دا ښار ونیسي نو د کریمیا د بېرته نیولو لار ورته هوارولی شي.

خرسون یوازینی ولایتي مرکز دی چې روسیې د اوکراین په جګړه کې نیولی دی.

دا ښار د سږ کال د اپریل په لومړیو کې د روسي ځواکونو لاس ته ورغی او وروسته یې له درو نورو سیمو سره په خپله خاوره کې شامل کړ.

روسي ځواکونه په وروستیو میاشتو کې د اوکراین له ګڼو اشغالي سیمو شاتګ ته اړ شوي دي.

راپورونه وايي، اوکرایني ځواکونو د خپل هېواد په ختیځ کې په ځوابي حملو کې له روسي ځواکونو شاوخوا ۶ زره کیلومتر مربع ساحه بېرته ازاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG