د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د ملګرو ملتونو يو شمېر ادارو افغانانو سره د مرستو چمتووالی ښودلی


د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ مرستې، انځور - ارشيف
د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ مرستې، انځور - ارشيف

ای‌ا‌و‌ام او یوان‌ایچ‌سي‌ار وايي، ژر به افغانان له یخنۍ سره مخ شي، خو دوی به یې لاس‌نیوي ته دوام ورکړي.

مصور چې کابل کې ژوند کوي، سر له اوسه د ژمي سړې هوا، د سون او خوراکي توکو د بیو پورته کېدو ته اندېښمن دی.

نوموړي ازادي راډیو ته یې وویل: "د ډبرو سکاره یو ټن په ۱۲ زره افغانۍ دي. یو کیلو ګاز ۶۵ افغانۍ دي او ورځ تر بلې یې بیه پورته کېږي. لرګي هم یو خروار ۸ زره افغانۍ دي. کار او روزګار هم‌نه‌شته، خلکو سره پیسې هم‌ نه‌شته، خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا شوي."

"د ډبرو سکاره یو ټن په ۱۲ زره افغانۍ دي."

بل کابل مېشتی فرید الله بیا وايي، د بیو پورته کېدو او بې‌روزګارۍ د خلکو ژوند خورا سخت کړی دی.

دی ادعا کوي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو په کور دننه بیې پورته کړي دي.

نوموړی وايي: "کابل کې ژوند ډېر مشکل دی. سکاره دې نه پرېږدي چې پاکستان ته یوړل شي، موږ بې‌روزګاره خلک یو، ژمی هم راغی، هر لور ته به واورې ووري، خدای دې وکړي چې حکومت خلکو سره مرستې وکړي."

که څه هم افغانانو سره د نړيوالو بنسټونو مرستې کېږي، خو ملګري ملتونه وايي د ژمي په راتلو به افغانان له سختو ستونزو سره مخ شي. انځور - ارشيف
که څه هم افغانانو سره د نړيوالو بنسټونو مرستې کېږي، خو ملګري ملتونه وايي د ژمي په راتلو به افغانان له سختو ستونزو سره مخ شي. انځور - ارشيف

خو د طالبانو حکومت مخکې ویلي، چې پاکستان ته به د ډبرو سکرو صادارات په کور دننه سکاره کم نه‌کړي.

دوی دغه شان د را روان ژمې لپاره د یو ټن ډبرو سکرو دولتي نرخ ۹۰۰۰ افغانۍ ټاکلی دی او ویلي، چې له بیو به څارنه کېږي.

د ژمي له پیل وړاندې دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا له افغانستان سره د مرستو لپاره د غوښتل شویو پیسو له اندازې یوازې ۲۵ سلنه راټولې شوي.

ملګرو ملتونو سازمان د سږ کال لپاره افغانانو ته د مرستو رسولو په خاطر ۴،۵ میلیارډه ډالر راغوښتي.

خو له دې سره سره، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ای‌او‌ام وايي، د ساړه ژمي په درشل کې له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي.

دې ادارې پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په افغانستان کې ژمی په تېزۍ سره را روان دی او ډېر ژر به خلک له یخنۍ سره مخ شي."

ای‌او‌ام زیاتوي، د کډوالۍ د نړیوال سازمان ټيمونو د خپلو مرستو په دوام دا وار په غور کې په خلکو په تېره بیا ښځو، معلولینو او زړو خلکو باندې ژمنۍ بستې او دارو درمل ویشلي دي.

هاخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مسؤله ډومنیک ایزابیل هایډ په ژمي کې له افغانانو سره مرستو ته په اشارې سره وايي، دا مرستې د ژمي په سوړ موسم کې یو خوندي ځای ته د افغانانو د ستنولو په معنا دي.

اغلې هایډ چې اوس په افغانستان کې ده او افغانانو سره د مرستو رسولو لپاره یې بېلابېلو ولایتونو ته سفر کړی په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دوی مرستې د هغو خلکو لپاره ملاتړ دی، چې په کور دننه کلونه کلونه د کډوالۍ وروسته خپلو مېنو ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رسمي شمېرو له مخې، اوس‌مهال نږدې شل میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او له دوی یې شپږ میلیونه له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د جمهوريت له سقوط وروسته، اقتصادي ناورین، وچکالي، بې‌روزګاري، له دندو د نږدې ۷۰۰ سوه زره ښځو او نارینه‌و ګوښه کېدل او د بهرنیو مرستو بندیز، هغه ستر لاملونه دي چې افغانان یې په ۲۰۲۲ کال کې له خورا بد برخلیک سره مخ د کړي دي.

XS
SM
MD
LG