د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د سره صليب نړيواله کمېټه: ۱۴ مياشتو کې ۷ لکه افغانان بې‌کاره شوي دي


خلک د سړکونو پر سر د کار په انتظار، انځور - ارشيف
خلک د سړکونو پر سر د کار په انتظار، انځور - ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په تېرو څه باندې ۱۴ میاشتو کې شاوخوا ۷ لکه افغانان وزګاره شوي دي.

د دې کمېټې د مالوماتو پر اساس، د لکونو خلکو له بې روزګاره کېدو او د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله اوس په سلو کې ۹۰ افغانان د ورځې تر دوو ډالرو لږ عاید لري.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، یتیم ماشومان او کونډې تر ټولو له بد وضعیت سره مخامخ دي؛ په دې ډول چې اکثره یې د ورځې د یو وخت ډوډۍ هم نه‌شي موندلی.

په همدې حال کې د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۱۳ زره بې‌وزلو ښځو ته مالي مرسته رسولې او په پام کې لري چې ۱۰ زره نورو ته هم ژمنۍ مرسته ورکړي.

غزني کې له بې‌وزلو خلکو سره د مرستې انځور - ارشيف
غزني کې له بې‌وزلو خلکو سره د مرستې انځور - ارشيف

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) ویلي و چې سږ کال یې په افغانستان کې له څه باندې ۴.۶ میلیون افغانانو سره د پیسو مرسته کړې ده.

خوله دې سره سره ډېر افغانان د مرستو د نه ورسیدو یا کموالي شکایت کوي.

د ازادي راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې هره ورځ دا ډول پیغامونه ثبت کېږي.

يو کس په خپل پيغام کې ويلي: "وعده راکول کېږي خو مرسته نه رارسیږي، خبرې ډېرې کېږي خو مرسته بیا دومره نه وي."

نړیوالې مرستندویې مؤسسې تأییدوي چې د بې‌وزلو او مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات دی.

ارشيف
ارشيف

په دغو مؤسسو کې یوه هم د ملګروملتو د کرنې او خوړو پروګرام دی چې وايي د هغو کسانو، چې مرستو ته اړتیا لري شمېر خورا زیات دی.

د سره صلیب د شمېرو پر اساس، ۲۰ میلیونه افغانان بدن ته د لازمو خوراکي موادو له ترلاسه کولو بې برخې دي او ۲۴ میلیونه بشري مرستو ته سخت اړ دي.

دا نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې د بحران له سختېدو سره به میلیونونه افغانان له لا شدید فقیر سره مخامخ شي تر دې حده چې ډېری به د لوږې له کبله په ډېرانونو د غورځول شویو خوراکي موادو خوړولو ته مجبوره شي.

XS
SM
MD
LG