د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د افغانستان او انګلستان کرکټ سیالي؛ ګربز: مونږ پوره چمتووالی نیولی


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې نن مازدیګر سره مخامخ کېږي.

د استرالیا د پِرټ ښار د کرکټ نړیوال سټډيوم نن د افغانستان او انګلستان د ملي لوبډلو کوربه دی.

لوبه په ځایي وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي چې په افغانستان کې به مازدیګر مهال درې نیمې وي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د نړیوال جام د تیاریو لپاره په استرالیا کې ده او په دې لړ کې یې له محلي ټیمونو او نړیوالو لوبډلو سره تمریني لوبې هم کړي دي.

په رسمي تمریني لوبو کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه او له پاکستان سره لوبه یې د باران په سبب که څه هم بېټینګ یې کړی وو خو وځنډېده.

دمګړی افغان لوبغاړي د انګلستان پر وړاندې د لوبې لپاره له پوره چمتووالي ډاډ ورکوي.

د ملي ټیم پېژندل شوي بالر یا توپ اچوونکي راشدخان د لوبې تر پيل مخکې په یوه پیغام کې چې افغان کرکټ بورډ خپور کړی وویل: "نړیوال جام کې اوله لوبه ده. په پِرټ ميدان کې استرالیا کې. هغه هېوادوال چې پِرټ کې اوسېږي رادې شي له نږدې او خپله لوبډله دې تشویق کړي."

د ملي ټیم اوپنریا پيلیز توپ وهوونکي رحمن الله ګربز هم ډاډ ورکړ چې لوبغاړو پوره چمتووالی نیولی دی.

رحمان الله ګربز
رحمان الله ګربز

ګربز وویل: "زموږ پوره تیاري روانه ده. انشاالله زموږ ټول ټیم ډېر ښه چمتو دی. ډېر ښه روان یو."

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام رسمي ویبپاڼې د نننۍ لوبې لپاره د انګلستان او افغانستان د ټیمونو اټکلیز جوړښت خپور کړی او ویلي یې دي چې ښايي تر ډېره همدا لوبغاړي ولوبول شي، خو لا کره شوي نه دي.

افغان لوبډلمشر محمدنبي، ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، فریداحمد ملک، راشد خان، نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي ښايي نن د نن ورځې سکواډ وي.

دغه راز په انګلستان کې بیا جاس بټلر کپټان او ویکټ ساتونکی، الېکس هېلس، بېن سټوکس، لیام لیونګسټون،هري بروک،معین علي، سم کوران،کرېس ووکس،کرېس جورډن، عادل رشید او مارک ووډ به ښايي د لوبډلې سکواډ ووسي.

انګلستان که څه هم یو وار په ۲۰۱۰ کال کې د کرکټ د نړیوال جام اتلولي خپله کړې او د رنکېنګ په حساب تر افغانستان ډېر مخکې دی، خو ځینې هغه لوبغاړي یې دې نړیوال جام کې ژوبل دي او نه لوبېږي چې ډېر حساب پرې کېده.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې بوبغاړي
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې بوبغاړي

له دې ډلې د رییس توپلي نه لوبېدل چې په نوي او زاړه بال کې ډېر ښه ثابت شوی د انګلستان لپاره د خطر یو زنګ بلل کېږي.

د افغانستان تر ټولو پیاوړی ټکی د راشدخان، مجیب الرحمن او محمدنبي په څېر د ورو او پېژندل شویو نړیوال بالرانو لرل دي چې لوبول یې د انګستان د ټیم لپاره سرخوږی بلل کېږي.

تر څنګ یې د باونسرو یا لوړو او چټکو بالونو په وړاندې د افغان توپوهونکي کمزوري ته هم د افغان ټيم د یوه لوی عیب په سترګه کتل کېږي.

افغانستان او انګلستان دوه واره په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کې سره په شل اوریزو لوبو کې مخ شوي چې انګلستان پکې بریا خپله کړې ده.

په نړیوال جام کې به افغان لوبډله تر انګلستان وروسته راروانه چهارشنبه د اکټوبر ۲۶مه له نیوزیلنډ، جمعه د اکټوبر ۲۸مه له ایرلنډ، د نومبر په اوله له سریلانکا او د نومبر په ۴مه له استرالیا سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG