د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې د قرنطین ۱۵ ورځنۍ موده تېروي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې د قرنطین پنځلس ورځنۍ موده تېروي، خو په ترڅ کې یې د نړیوال جام لپاره تمرینات پیل کړي دي.

افغان لوبډله د پنجشنبې په ورځ له متحد عربي اماراتو څخه اسټرالیا ته روانه شوه چې په نړیوال جام کې برخه واخلي.

نړیوال جام درې اونۍ وروسته پیلېږي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک اسټرالیا ته د ملي لوبډلې وار له مخه تګ ګټور وباله.

هغه وویل: "لوبغاړي د اسټرالیا له هوا، پیچونو او وخت سره بلدتیا ترلاسه کړي، د لوبغاړو مورال اوچت دی که خدای کول په ښه چمتوالي به په نړیوال جام کې برخه واخلي."

فرید هوتک زیاته کړه چې د ملي لوبډلې یو شمېر غړي په بهرنیو لیګونو کې لوبېږي چې هغوی به هم ژر اسټرالیا ته ولاړ شي.

خو هوتک په دقیق ډول څرګنده نه کړه چې دا لوبغاړي به کله اسټرالیا ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG