د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د طالبانو او پاکستان د اړيکو په اړه د ډيپلوماټ مجلې تبصره


ارشيف
ارشيف

ډيپلوماټ مجله:

  • ډیپلومات مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو مخینې او اوسني حالت ته کتنه کړې ده.

په مقاله کې راغلي، پاکستان دوه ځله واک ته د طالبانو په رسېدو کې ونډه درلوده، هم په ۱۹۹۶ او هم ۲۰۲۱کال کې.

لیکوال ویلي، اوس وخت کې د پاکستان حکومت د طالبانو ملاتړ نه‌کوي، ځکه چې د ده په وینا طالبان د پاکستان له کنټروله وتلي دي.

مقاله کې وړاندې لولو، طالبانو اوس له قطر، ایران، متحده عربي اماراتو، روسیې او چین سره اړیکې غوړولي او ان له امریکا او هند سره په مستقیم تعامل کې ښکېل دي.

لیکوال همدا پراخې اړیکې د دې لامل بللي چې طالبان د پاکستان له مستقیم اثره راووځي.

ډيپلومات لیکلي، پاکستان اوس وارخطا دی او له همدې کبله یې د طالبانو د تېرې واکمنۍ په خلاف تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

مقاله کې د طالبانو مشرتابه هم دوه ډلې بلل شوې چې یوه هغه یې سخت دریځه او د نجونو د تعلیم او کار مخالفه، خو بله هغه یې ملي پاله بللې چې د تعلیم او پرمختګ پلوۍ ده.

فارن پاليسي:

  • فارین پالیسي خپرونې د افغانستان د باثباته کېدو په اړه یوه مقاله کې د رغنیزو او زېربنایي پروژو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

مقاله کې راغلي، طالبان پر دې ښه پوهېږي چې څنګه جګړه وکړي، خو د لیکوال په باور دوی د حکومتولۍ پر لارو چارو لا بلد نه‌دي.

مقاله کې وړاندې لولو، لوېدیځ او په سر کې یې امریکا غواړي چې د افغانانو ملاتړ وکړي، خو د لیکوال په باور، کله چې د طالبانو حکومت د نړۍ له‌خوا مشروعیت او رسمیت ونه‌لري، د اتباعو ملاتړ یې هم ستونزمن کېږي.

لیکوال د عامو افغانانو د ملاتړ لپاره د رغنیزو او زېربنایي پروژو عملي کول مهم بللي، خو دا شرط یې وړاندې کړی چې د پروژو په عملي کولو کې باید طالبان یو ډول ښکېل وي چې پروژې په سټندرد ډول پلې او شفافیت په کې په پام کې ونیول شي.

د رغنیزو پروژو ترڅنګ کرنه چې د افغانستان د اقتصاد د ملا تير بلل کېږي، هم د لیکوال په باور ملاتړ ته اړتیا لري.

بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکول او د کرنې مېکانیزه یا عصري کېدل د عام ولس د ملاتړ نورې لارې چارې بلل شوي دي.

په افغانستان کې دننه د برښنا تولید، ترانسپورتي پروژو باندې پانګونه او د تعلیمي پروژو ملاتړ نورې هغه برخې بلل شوي چې د فارین پالیسي په وینا، نړیوال یې افغانستان کې د ولس د مرستې لپاره ترسره کولای شي.

XS
SM
MD
LG