د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

کندهار کې شنو خونو ته د کروندګرو مخه شوې؛ ۶۶۳ شنې خونې جوړې شوي


ارشیف
ارشیف

په کندهار کې یو شمېر کروندګرو د شنو خونو جوړولو ته مخه کړې ده. محمد رحيم د بې موسمه سبزیجاتو په کرنه بوخت دی، څو د پسرلي په موسم کې د سبزیجاتو برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

دې د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کې درې بابه شنې خونې لري او اوس د پسرلي موسم کې د رومي بانجانو حاصلات تر لاسه کوي.

هغه وایي، ژمي کې روميان، دڼیا (ګشنیځ) او نور سابه په شنو خونو کې کري او په دوبي کې بیا بادرنګ، شنه مرچ او نور سبزیجات کري: " ماشاءالله دا فصلونه ښه وده راته کوي، کابو څلور-پنځه کاله کېږي چې موږ د شنو خونو کاروبار پیل کړی."

په کندهار کې کرنه کلونه سابقه لري، خو د شنو خونو جوړېدل لا هم د ډېرو خلکو لپاره نوې تجربه ده.

ارشیف
ارشیف

د شنو خونو یو بل کروندګر حاجي محمد رسول وايي، شنې خونې يې په خپل شخصي لګښت جوړې کړي،که حکومت او اړونده موسسات د تجربو او امکاناتو په شریکولو کې ورسره مرسته وکړي نو نه یوازې د سبزیجاتو برخه کې به د خلکو اړتیاوې پوره شي، ترڅنګ به یې د کروندګرو اقتصاد هم وده وکړي.

دی وايي: "زموږ سره هېچا مرسته نه ده کړې، غوښتنه مو دا ده چې زراعت ریاست او موسسات دې په دې برخه کې مرسته راسره وکړي."

د شنو خونو دغه کروندګر زیاتوي چې خلک د شنو خونو سبزیجات خوښوي او ډېر ښه حاصلات لري چې کولای شي يو رومي بانجان یې تر 'يو کيلو' پورې ورسېږي.

په ورته وخت کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست رئیس محمد هارون شريفي وايي، تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو موسساتو په مرسته کندهار کې ۶۶۳ شنې خونې جوړې شوي دي.

ارشیف
ارشیف

د ښاغلي شریفي په خبره د دې ترڅنګ دوی د هغه کروندګرو سره چې په خپل شخصي لګښت شنې خونې جوړوي د تخمونو،کودونو او دوی ته د روزنې او مشورې ورکولو برخه کې همکاري کوي: "کندهار کې دا ۶۶۳ شنې خونې د زراعت وزارت په ګډونNHLP، IRD، KRDF، ADA موسساتو جوړې کړي، موږ پلان لرو چې د تخموو، کودونو او روزنې برخه کې دوی سره همکاري وکړو."

شريفې زياتوي چې شنې خونې د خلکو د اقتصادي ودې ترڅنګ د سبزیجاتو د اړتیاو له اړخه د وچکالۍ سره د مبارزې ښه بديل دی، ځکه په وینا یې شنو خونو کې د کمو اوبو څخه په ښه ډول استفاده کېدای شي او د ژمي او دوبي په دواړو فصلونو کې حاصلات ترلاسه کېدای شي.

چارواکي وايي، د کندهار ډېرو سیمو کې طبیعي شرایط د شنو خونو د جوړولو او ودې لپاره مناسب دي او دوی غواړي چې د کندهار ښار ترڅنګ د ولسوالیو اوسیدونکي هم دغه کار ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG