د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

په افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ معیاري کارخانې جوړېږي


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ څو معیاري کارخانې جوړېږي.

جلغوزه د افغانستان هغه محصول چې په تېرو کلونو کې ورته لازمه پاملرنه نه‌ده شوې، خو اوس افغان حکومت او خصوصي سکټور غواړي په دې برخه کې لازمه پانګونه وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ د کب ۲۲» د افغانستان د جلغوزیو په نوم جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې د افغانستان خودکفايي په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د ښه نوم لپاره يوه مهمه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو کارخانو په جوړېدو سره به د اقتصادي ودې تر څنګ خلکو ته د کار زمینه هم مساعده شي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"نن د يو داسې اقدام شاهدان یو چې نتیجه‌یې د افغانستان په ګټه ده او د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د نوم او ښه شهرت لپاره او دا شان خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په برخه کې بنسټیز رول لري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جلغوزیو په نوم يوه تولیدي شرکت پتیلې چې په کابل، ننګرهار، لغمان، پکتیا او خوست کې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ لپاره څو کارخانې جوړې کړي.

د دغه شرکت رئیس یحی خان ځدراڼ وايي، د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ دغه کارخانې به د يوه کال په موده کې بشپړې او په عملي کار به پیل وکړي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال د شااوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۳ زره مټریک ټنه جلغوزه توليدوي چې يوازې زر مټریک ټنه‌يې د افغانستان له لارې او پاتې یې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د دغې خونې په خبره افغانستان په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې زر ټنه جلغوزه بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه چین ته صادر کړي.

اوس‌مهال په هېواد کې ۴۳ زره هکټاره ځمکه په پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار او لغمان کې د جلغوزیو په ونو پوښلې ده.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو افغان کارپوه عبدالله واحدیار وايي، په افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندیو د کارخانونو په جوړېدو سره به د افغانستان جلغوزې نړیوالو بازارونو ته د دغه هېواد په نوم صادر شي.

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

نوموړي زیات کړه:

"دغه کار لومړی په ولایتونو او لیرو پرتو سیمو کې د خلکو پر ژوند نېغ په نېغه اغېز لري او هلته خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او بله دا چې دغه جلغوزې د افغانستان په برانډ يا نوم باندې اروپا او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي چې پخوا داسې نه‌و."

ښاغلی واحدیار وايي، جلغوزې او زعفران د افغانستان هغه محصولات دي چې په نړیواله کچه ښه بازار لري او افغان حکومت ته په کار ده چې دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG