د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

پوتين نن د روسيې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې تصويب شوې لايحه توشيح کړه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه سند لاسلیک کړ چې د اوکرايین څلور سیمې، خرسون، زاپروژیا، لوهانسک او دونیڅک له خپلې خاورې سره یو ځای کړي.

په ورته وخت کې پرون د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اوکرایين له جمهور رئیس ولودومیر زلنسکي سره په ټیلفون خبرې وکړې او له کییف سره یې د شپږ سوه پنځه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

د دې مرستې له اعلان وروسته مسکو خبرداری ورکړ چې اوکرایين ته د نورو وسلو ورکړه د روسیې او لویدیځ ترمنځ د مخامخ جګړې خطر زیاتوي.

د اوکرايین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د سې شنبې په شپه په خپله وینا کې وویل، ځواکونو یې د اوکرايین په جنوب کې پياوړی او سریع پرمختګ کړی دی او په لسګونو کلي یې روانه اوونۍ له روسي پوځیانو نیولي دي.

د اوکرايین ولسمشر څرګنده کړه چې یو شمېر سیمې یې په خرسون، لوهانسک او دونیڅک کې لاندې کړې دي.

ولوديمير زلنسکي
ولوديمير زلنسکي

زلنسکي زیاته کړه چې اوکرايیني ځواکونو په خرسون کې د ځوابي برید په ترڅ کې اته سیمې له روسیي پوځیانو نیولي دي.

د ولسمشر زلنسکي له ادعا سره په ورته وخت کې مسکو پرون یوه نقشه خپره کړه چې په‌کې ښکارې چې روسیي پوځیان د خرسون له یو شمېر سیمو وتلي دي.

په دې نقشه کې د خارکیف په شمال ختیځ کې ښکارې چې روسیي پوځیانو د اوسکیل سیند غاړې یو مخ پرې ایښې دي.

د برېتانیا دفاع وزارت ویلي دي چې، د همدې سیند په اوږدو اوکرايیني پوځیان تر شل کیلومترو پورې وړاندې تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG