د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

افغانستان کې خونړي بریدونه؛ متقي: داعش بې دفاع افغانان هدف ګرځوي


امیرخان متقي له توماس نیکلاسن سره د لیدنې پرمهال
امیرخان متقي له توماس نیکلاسن سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن تر یوې اوږدې مودې وروسته کابل ته ستون او له طالب چارواکو سره یې خبرې کړي.

نیکلاسن داسې وخت کابل ته سفر کړی چې تېره جمعه د کاج په نوم په یوه ښوونیز مرکز باندې مرګوني برید کې ۵۳ تنه اکثر نجونې ووژل شوې او ۱۱۰ تنه نور ژوبل شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د کابل پر یوه ښوونیز مرکز باندې برید وغنده او هغه یې په ټولو افغانانو برید وباله.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي لا په خپله د دې لیدنې په تړاو څه نه دي لیکلي، خو کابل ته تر دې سفر شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د وینا پر مهال د افغانستان پر بشري وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي وو چې طالبانو د خلکو او ښځو د حقونو د تامین لپاره په خپلو ژمنو نه دي ولاړ او وضعیت ترینګلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز برید ته په اشارې ویلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله د ده په خبره ماته شوې او د بریدونو توان یې له لاسه ورکړی نو ځکه هم بې دفاع خلک هدف ګرځوي.

متقي لویدیځ هېوادونه تورن کړي چې د طالبانو د حکومت پرمختګونه یې له پامه غورځولي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار کړی چې له یو بل سره د مثبت تعامل او پرمختګ لپاره مشخصې کړنلارې پلې شي.

طالبانو داسې وخت له لوېدیځه د ښه تعامل غوښتنه کړې چې اروپايي ټولنې او امریکا په وار وار د دوی پر حکومت نیوکه کړې د ښځو او نورو خلکو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00
د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د راپورونو له مخې په دې وروستیو څو ورځو کې چې په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د کابل د خونړي برید په غبرګون ګڼې ښځې په مظاهرو وتلي د طالبانو له خوا یې مخه نیول شوې او په اکثرو سیمو کې یې د تاوتریخجن چلند پېښې راپور شوې دي.

XS
SM
MD
LG