د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي


په تصویر کې ښکاري چې طالبان معترضې ښځې وهي.
په تصویر کې ښکاري چې طالبان معترضې ښځې وهي.

یو شمېر نجونو محصلانو نن په هرات کې لاریون وکړ.

په هرات کې یو شمېر نجونو د یکشنبې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید او له ۶ ټولګي پورته د نجونو د تړلو ښوونځيو په غبرګون کې لاریون وکړ.

یوې محصلې چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی و او نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، دوی غواړي چې له نجونو د زده کړو حق وانخیستل شي.

دې محصلې ادعا وکړه چې طالبانو په هوايي ډزو او د لاریون کوونکو په وهلو د لاریون مخه ونیوله.

هغې زیاته کړه: "طالبان په څو رېنجرو کې راغلل او داسې ډزې یې وکړې چې دلته مرمۍ ورېدې. موږ خپل غوږونه پټ نیولي وو. ان طالبانو نجونې را ونیولې، کش کولې یې او په کنداغونو یې وهلې. زه یې هم په اوږه ووهلم چې اوس مې اوږه توره شوې ده. ځینې هغه هلکان هم چې له موږ سره یې همکاري کوله، هغوی یې هم ونیول او سخت یې ووهل."

دا معترضه محصله وايي، زده کړه د نجونو او ښځو حق دی او باید ورکړل شي.

هغه ویډېو چې د لاریون کوونکو لخوا ازادي راډيو ته رالېږل شوې، ښيي چې د وسله والو کسانو له خوا له ډزو وروسته لاریون کوونکي چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي، خورېږي.

یوې بلې محصلې چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی و، ازادي راډيو ته وویل: "ټول محصلان راټول شوي وو چې د علم په لار کې د شهیدانو لپاره غږ پورته کړو. موږ هېڅ وسله نه درلوده، یوازې شعارونه مو ورکول او مخکې روان وو، هېڅ چا ته مو کوم خطر نه و پېښ کړی. موږ غوښتل چې خپل هدف ته ورسېږو او خپل غږ تر نړیوالو ورسوو، خو طالبانو نجونې ووهلې او ناوړه خبرې یې ورته وکړې."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډيو ته وویل، د دوی له امنیتي ځواکونو سره د نه همغږۍ له امله یې د لاریون مخه نیولې ده.

ټکور وویل: "د اصولو له مخې هر څوک چې لاریون کوي، باید امنیتي ځواکونه خبر کړي چې د احتمالي ګواښونو په وړاندې چمتوالی ولري. متاسفانه دوی مخکې زموږ امنیتي ځواکونه د لاریون په اړه نه و خبر کړي، نو ځکه هڅه وشوه چې د لاریون مخه یې ونیول شي."

تېره ورځ هم په کابل کې د معترضو ښځو راټولېدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شو.

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې د وسلې په کارولو سره دې د سوله ییزو لاریونونو مخه نه نیسي.

د هرات یاد لاریون دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې په کابل کې د کاج ښوونیز مرکز باندې ځانمرګی برید وشو.

په دې مرکز کې لسګونه زده کوونکي د ازمایښتي کانکور د ورکولو لپاره راټول شوي وو.

د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د راپور پر بنسټ په دې برید کې شاوخوا ۳۵ تنه ووژل شول او تر ۸۰ ډېر کسان ټپیان شول.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG