د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د پکتيکا زلزله‌ځپلي: د کورونو د جوړېدو ژمنه راسره نه‌ده عملي شوې


پکتيکا کې د زلزلو له امله ويجاړ شوي کورونه
پکتيکا کې د زلزلو له امله ويجاړ شوي کورونه

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د مرستو د نه رسېدو او دغه شان له ژمنو سره سره زیانمنو ته د کورنو جوړولو د کار نه پیل په اړه د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی عقل الدین ګیانوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، میاشت وړاندې د طالبانو حکومت له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسؤلین د پکتیکا برمل او سپیرې ولسوالیو کې زلزله ځپلو ته د کورنو د جوړیدو چارې پیل کړي خو تر اوسه په ګیان کې دغه لړۍ نه‌ده پیل شوې.

نوموړي وويل: "په ورستۍ زلزله کې د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ډېر تلفات ورکړل خو تر اوسه کورنه په همغه ډول پاتې او د جوړېدو لپاره یې کار نه‌دی پیل شوی، د خلکو د ژوند برخلیک نه‌دی معلوم، هیڅوک موږ ته معلومات نه راکوي چې ولې له موږ سره خیانت کيږي، ولي له موږ سره دغه ډول جفا کیږي، ولې د کورنو د جوړېدو کار نه پیلوي؟ علت یې څه دی؟"

سيمه کې هغه خلک چې زلزلو يې کورونه ويجاړ کړي دي، په خېمو کې ژوند کوي.
سيمه کې هغه خلک چې زلزلو يې کورونه ويجاړ کړي دي، په خېمو کې ژوند کوي.

ښاغلی ګیانوال وايي، ژمی نږدې دی او د هوا په سړېدو سره د دوی ژوند ورځ تر بلې سختیږي.

د نوموړي په خبره، ددغه سیمې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او که وضیعت همدا ډول دوام وکړي او حکومت له دوی سره مرستې ونه کړي د ده په خبره انساني ناورین به رامنځته شي.

د پکتیا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د سرطان د میاشتې زلزلې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا تر پنځه سوو پورې کورنه نړولې دي.

حاجي عمر جان د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی، نوموړي هم ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې د زلزلې نه درې میاشتې تېرېږي او په ګاونډو ولسوالۍ کې د کورونو د جوړېدو چارې پیل شوي خو د ګیان په ولسوالۍ د دغه بهیر هیڅ څرک نه لیدل کېږي.

پکتيکا کې د زلزلو له امله ويجاړ شوي کورونه
پکتيکا کې د زلزلو له امله ويجاړ شوي کورونه

نوموړی وايي: "د موسسو لخوا په برمل او سپیرې ولسوالۍ کې د کورنو د جوړېدو چارې پیل شوي، خو په ګیان ولسوالۍ کې تر اوسه د کورنو او جوماتونو د جوړېدو هیڅ څرک نه لیدل کیږي، کلینکونه تر اوسه په خپل حال کې پاتې دي، ښوونځي په خپل حال کې پاتي دي، د کانالونو، سړکونو او استنادي دېوالونو کارونه هم نه دي پیل شوي."

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې په ګیان کې دې د کورنو او نورو عام المنفعه ځایونو د جوړېدو چارې پیل شي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې، وویل چې د کورنو د جوړېدو چارې رواني دي خو د لارې د لرې‌والي له امله د موادو رسول سیمې ته دا بهیر سخت کړی دی.

XS
SM
MD
LG