د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

څارونکي: افغانستان کې دې د بشري مرستو پر لګولو څارنه زیاته شي


د افغانستان بانک هم، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وخت ناوخت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د «مرستندویو هېوادونو» د بشري مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکوي، چې تر ډېره د نقدو پیسو په بڼه وررسېږي.
د افغانستان بانک هم، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وخت ناوخت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د «مرستندویو هېوادونو» د بشري مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکوي، چې تر ډېره د نقدو پیسو په بڼه وررسېږي.

ځینې څارونکي وايي، لا هم شک لري چې له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په اندازه بشري مرسته دې په شفاف ډول لګول شوي وي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون یو استاد، په دې باور دی، چې په کار ده له افغانستان سره د کېدونکو بشري مرستو د څار لپاره یوه درېیمګړې اداره جوړه شي.

عبید الله بهیر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده، چې ښايي د دغسې یوه میکانیزم د نه موجودیت په صورت کې مالي فساد ته لار اواره شي.

هغه وویل: "غوره لار دا وه چې د دواړو لوریو له خوا یو ګډ بنسټ رامنځته شوی وای، چې څه ناڅه شفافیت او مراقبت رعایت شوی وای. دا له بده مرغه یو واقعیت دی، هغه نړیوالې مرستې چې یوه هېواد ته ځي، که سم شفافیت او مراقبت په کې نه وي، مالي فساد په کې شته او فرصتونه یې زیات وي."

پخوانی خبریال او د سیاسي مسایلو شنونکی، قریب الرحمن شهاب وايي، د نړیوالو د بشري مرستو رسونې لپاره لا هم څرګنده تګلاره نه شته.

شهاب زیاتوی: "له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه هېڅ څرګند، منظم او صریح پلان نه شته، چې وښيي دغه مرستې کومو خلکو ته، د کوم احصایې او کوم اساس له مخې وېشل کېږي او د چا په لاس وېشل کېږي. یوازې د رسنیو دغه خبر دی، چې نقدي مرسته وشوه او یوه خصوصي بانک ته تسلیم شوه."

که څه هم د بشري مرستو د رسونې په چارو کې د طالبانو د مداخلې راپورونه ورکړل شوي، تېره اوونۍ په یوه انلاین غونډه کې د جرمني، ناروې، بریتانیا او څو نورو هېوادونو هغو غیردولتي بنسټونو چې په افغانستان کې فعالیت لري، په خپلو کې سلا مشورې پیل کړې.

په جرمني کې یوې سرچینې چې په دې غونډه کې برخه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، دوی پر دې بحث وکړ، چې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې چې تر ډېره مالي دي، څنګه د طالبانو له اغېز پرته اړو کسانو ته ورسول شي.

دا بحثونه داسې مهال پیل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره چهارشنبه د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز په یوه بحث کې وویل، د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره د واشنګټن د بشري مرستو اندازه یو میلیارد او سل میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د واشنګټن دغه مرستې په بېلابېلو پړاوونو کې اعلان شوي دي.

هغه ویلي: "موږ له افغانستان سره د څه باندې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو اعلان وکړ، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې یې له افغانستان سره زموږ د بشري مرستو اندازه یو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته ورسوله."

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازی ټام ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازی ټام ویسټ

واشنګټن د دغو ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو د اعلان پر مهال ویلي وو، چې له دې جملې به ۱۱۹ ملیون ډالره د بهرنیو چارو وزارت له بودجې او ۲۰۸ ملیون ډالره د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې د بشري مرستو د څانګې له خوا ورکړل شي.

امریکايي چارواکو نه دي ویلي، چې دغه اندازه مرسته یې له کومې طریقې افغانستان ته لېږلې، په مشخص ډول یې کومو ادارو ته سپارلې او پر دغو مرستو د طالبانو کنټرول یا نفوذ څومره و.

د افغانستان بانک هم، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وخت ناوخت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د «مرستندویو هېوادونو» د بشري مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکوي، چې تر ډېره د نقدو پیسو په بڼه وررسېږي.

د افغانستان بانک ویاند په دې باب د نور وضاحت ورکولو لپاره د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دغه بانک چې دغه مرستندوی هېوادونه نه مشخصوي، تقریباً هره اوونۍ د میلیونونو ډالرو د لیلام خبر هم ورکوي، چې عمده هدف یې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل دي. دا هرڅه لکه نوره نړۍ په انلاین بڼه نه ترسره کېږي.

اوس پوښتنه دا ده د مرستندویو هېوادونو دغه ډول بشري مرستې چې اندازه زیاته هم ده، ولې د نقدو پیسو په بڼه افغانستان ته انتقالېږي؟

قمر بنسټ چې په افغانستان کې فعالیت لري، مشر یې رحمت الله نوروز وايي، عمده علت یې د افغانستان د بانکي سیسټم ګډوډېدل او افغانستان ته د نړیوالو انتقالاتو محدودېدل دي.

هغه وايي: "متاسفانه د افغانستان بانکي مشکلات ډېر زیات دي. د سروې له مخې پخوا هر کال افغانستان ته ۸۰۰ ملیون ډالره راتلل، خو سږکال یوازې ۳۰۰ ملیون ډالره راغلي دي. له دې ښکاري چې څومره لوی اغېز یې کړی دی. شخصاً موږ او زموږ بنسټ پیسې په ډېرو ستونزو افغانستان ته انتقالوو."

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغانستان بانکي نظام له سختو ستونزو سره مخامخ شو، چې نړیوال مالي انتقالات ټکني شول او د بانکونو ګډونوال هم د پخوا په څېر په اسانۍ له بانکي خدماتو ګټه نه شي اخیستلی.

اوس چې د افغانستان بانک ته د نړیوالو بشري مرستې د نقدو پیسو په بڼه ورکول کېږي او په هغو کې د امریکا مرستې هم شاملې دي، معلومه نه ده د کوم میکانیزم له لارې تر اړو کسانو رسول کېږي، خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی به خپلې بشري مرستې د خپلو ادارو له طریقه لګوي.

د طالبانو ویاند وايي، په افغانستان کې بشري مرستې تر اړو کسانو له دوو لارو لګول کېږي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد پرته له دې چې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو د لګولو د لارو چارو په اړه وضاحت ورکړي ازادۍ راډیو ته وویل: "بشري مرستې دوه ډوله دي: یو هغه دي، چې د اسلامي امارت د ارګانونو له خوا وېشل کېږي. لکه سره میاشت، د پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او روغتیا وزارت. په پوره ډاډ ویلی شو چې دوی په شفافیت مرستې رسوي. بل هغه مرستې دي، چې نړیوال موسسات یې په خپل اختیار کې اخلي او خپله یې وېشي. دا نه شم ویلی چې د هغوی کارونه به څومره شفاف او څومره دقیق وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په وروستیو کې ویلي، یوازې په تېره اګست میاشت کې په افغانستان کې د دوی د مرستې رسونې په وړاندې ۱۲۹ پېښو کې خنډونه رامنځته شوي چې ۷۰ سلنه يې د طالب وسله‌والو له لوري وو.

اوچا ویلي دي، چې په تېره اګست میاشت کې ۲ مرسته رسوونکي وژل شوي، څلور ټپیان شوي او ۱۴ نور توقیف شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، چې طالبان د بشري مرستو په بهیر کې مداخله کوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې دوی په دې اړه خپلې اندېښنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې دي، خو طالبانو پر دې موضوع رسماً کومه تبصره نه ده کړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي، د امریکا متحد ایالتونه بیا هم له افغانانو سره مرستې ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د پوهنتون استاد عزت الله پېژاند چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې له اړوندو ادارو سره کار کړی په دې باور دی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د لګول کېدو پر شفافیت لا هم زیات کار ته اړتیا ده.

هغه وویل: "تر کومه ځایه چې مستندات ښيي دغه مرستې، پرځای نه دي لګول شوي. نه هم مستحقو کسانو ته رسېدلي دي. شواهدو په وار- وار ښوولې ده، چې دغه مرستې تر ډېره طالبانو ته نږدې کسانو ته ورکول کېږي او هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې اصلاً په بېلابېلو پېښو کې زیانمن شوي نه وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي، د دوی بشري مرستې به پر روغتیايي خدماتو، د بېځایه شویو او راستنېدونکو پر بیا ادغام او له افغانانو سره د ګاونډیو هېوادونو پر ملاتړ ولګول شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی، خو د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون ګڼو سازمانونو او هېوادونو ویلي چې له افغانستان سره به خپلو بشري او نورو مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG