د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د خوړو نړيوال پروګرام: ۱۹ ميليونه افغانان د خوړو له کموالي سره مخ دي


ارشيف
ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو وار بیا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې دا مهال نږدې ۱۹ ملیونه وګړي د خوړو له کموالي کړېږي.

دغه اداره وايي، پرون چهارشنبه د قزاقستان د لومړنیو مرستو یوه لویه بسته په ترمز بندر کې ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه، چې په افغانستان کې پر ملیونونو کسانو ووېشل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ په مرسته به دغه مرستې ووېشي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) په افغانستان کې روان بشري وضعیت ناوړه ګڼي او په دغه هېواد کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د مرستندویو هېوادونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

"د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمن دی."

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل: " زموږ شمېرې ښيي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۹ ملیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي، چې خوراکي توکو او مرستو ته اړتیا لري. WFP خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د ۲۰۲۱م کال له پیله یې تر اوسه پورې تر ۲۱ ملیونو زیاتو کسانو ته په ټول افغانستان کې د خوراکي توکو مرستې رسولي دي."

افغانستان کې لوږه، بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې، چې پراخې اندېښنې ورسره راپيدا شوي.
افغانستان کې لوږه، بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې، چې پراخې اندېښنې ورسره راپيدا شوي.

ښاغلي اماني زیاته کړه، چې د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي د ژمي تر راتګ مخکې په ځینو زیانګالو سیمو کې خوراکي توکي له وړاندې ذخیره کړي.

نوموړی وايي: "زموږ موخه دا ده چې په راتلونکو میاشتو کې چې ژمی راځي، زموږ پام د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته وي. هغه سیمې چې د واورې په ورېدو سره یې لارې بندېږي. هڅه کوو هلته یو څه خوراکي توکي ذخیره کړو، چې د ژمي پر مهال هلته مېشت کسان د خوړو له پلوه خوندي وي."

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قزاقستان د مرستو د تسلیمولو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې به پر اړو کسانو ووېشل شي.

د دې ادارې په وینا، د قزاقستان په مرستو کې خېمې، کټونه، توشکې او کمبلې، کالي، لوښي، غوړي، وریجې او شیدې شاملې دي.

سره له دې چې بېلابېلو ولايتونو کې خلکو سره مرستې کېږي، خو نړيوالو سازمانونو ويلي دي چې کېدونکې مرستې بسنه نه‌کوي او د ژمي په راتلو سره ښايي وضعيت لا پسې بحراني شي.
سره له دې چې بېلابېلو ولايتونو کې خلکو سره مرستې کېږي، خو نړيوالو سازمانونو ويلي دي چې کېدونکې مرستې بسنه نه‌کوي او د ژمي په راتلو سره ښايي وضعيت لا پسې بحراني شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامیه کې په افغانستان کې د قزاقستان د شارژدافیر بختیار سانباییف په حواله راغلي چې ویلي یې دي، هدف یې دا دی چې د افغانستان په وروستیو زلزلو او سېلابونو کې له زیانمنو شویو کسانو سره د ملګرو ملتونو له طریقه مرسته وشي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال رامز الاکبروف وینا هم را اخیستل شوې، چې ویلي یې دي، تېر کال د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو لپاره ډېر سخت کال و.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي دا مهال د ژغورنې لپاره مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG