د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د طالبانو حکومت تېر کال له ښوونځيو فارغو شويو نجونو ته د کانکور کارتونه وېشلي


يو شمېر نجونې چې د کانکور ازموينه کې د ګډون کارتونه ترلاسه کوي - ارشيف
يو شمېر نجونې چې د کانکور ازموينه کې د ګډون کارتونه ترلاسه کوي - ارشيف

د طالبانو حکومت سږ کال هغو نجونو ته هم په کانکور ازموینې کې د ګډون کارتونه وېشلي چې تېر کال له ښوونځیو فارغې شوې وې.

شبانه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، په ۱۴۰۰ کال کې له دولسم ټولګي فارغه شوې ده.

دې چې د سږني کانکور ازموینې کارت تر لاسه کړی خوشحاله ده، چې د لوړو زده کړو ارمان یې پوره کېدونکی دی.

شبانې ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت اعلان وکړ چې سږ کال به له ښځینه‌و کانکور ازموینه واخلي، ډېره خوشحاله یم چې خپلو موخو ته نږدې شوې یم، خو د خپلو هغو خویندو لپاره خواشینې یم چې نه‌شي کولای ښوونځیو ته ولاړې شي."

"راغلم د ګډون کارت مې واخیست او سبا هم بایمتریک کېږي."

شیلا د دولسم ټولګي بله فارغه ده، دې هم د کانکور ازموینې د ګډون کارت تر لاسه کړی دی.

اغلې شيلا وايي: "راغلم د ګډون کارت مې واخیست او سبا هم بایمتریک کېږي."

شیلا وايي، هڅه به وکړي چې د خپلې خوښې وړ رشتې ته کامیابه او لوړې زده کړې وکړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقي د روانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه په يوه ويډيويي پیغام کې چې رسنیو ته یې لېږلی و ویلي و، د میزان په ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه نېټه به په ټول هېواد افغانستان کې د کانکور ازموینې پیل شي.

خو ښاغلي تقي دا نه و ویلي چې، په اټکلیز ډول به په دې ازموینه تر څومره پورې کسان برخه واخلي او د دولسمو ټولګیو څومره فارغو شویو نجونو ورته نوم لیکنه کړې ده.

هڅه مو وکړل، چې په دې اړه د نوموړي تازه خبرې واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې زمونږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د کانکور ازموينې صحنه - ارشيف
د کانکور ازموينې صحنه - ارشيف

پژواک خبري اژانس بیا د ازموینو د ملي ادارې د سرپرست عبدالقدیر خموش په حواله لیکلي، په دغه ازموینه کې به تر ۱۴۵ زرو پورې د دولسمو ټولګیو فارغان برخه واخلي چې له دې شمېر به ۸۰ زره یې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو مؤسسو ته جذب شي.

د یو خصوصي پوهنتون مسولینو ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو حکومت خصوصي پوهنتونونو ته هم یوازې په پسرلنیو کانکور ازموینو کې د دېرش سلنه ګډون کوونکو د جذب اجازه ورکړې، چې پنځلس سلنه یې باید هلکان وي او پنځلس سلنه نجونې او شرط به هم په کې دا وي، چې ټولګي یې هم باید بیل وي.

په ورته وخت کې، هغه نجونې چې د زده کړو وروستی کال یې و او ښوونځي پرې وتړل شول خواشیني دي، چې ویې نه شول کړای په سږنۍ کانکور ازموینه کې برخه واخلي.

د کونړ ولایت اوسېدونکې پاکیزه وایي: "د ازموینې د ګډون نیت خو مو له پخوا زړونو کې ګرځېده ځکه کله چې موږ دولسم ټولګي ته کامیاب شوو زموږ زړونو کې دا هیله وه، چې فارغې شو باید کانکور ازموینه ورکړو خو چې رانه پاتې دی ډېر د خفګان احساس کوو."

پاکیزه او په زرګونه نورې افغان زده کوونکې او کورنۍ یې د طالبانو له حکومته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو او د دوی د تعلیم دوام ته د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته له یو کال د زیاتې مودې راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

ډېری نجونې د ښوونځيو بېرته پرانيستل کېدو ته په بې صبرانه ډول په تمه دي.
ډېری نجونې د ښوونځيو بېرته پرانيستل کېدو ته په بې صبرانه ډول په تمه دي.

د دوی د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د پوهنې پخواني سرپرست وزیر نورالله منیر په ارزګان کې په یوه خبري غونډه کې ویلي و، ښوونځیو ته د نجونو د تګ مسئله د افغان ولس کلتوري ستونزه ده او ځینې خلک یې نه‌غواړي چې ۱۶ کلنې لوڼې او خویندې یې ښوونځيو ته ولاړې شي - هغه څه چې د خلکو ګڼ عکس العملونه یې راوپارول.

"ښوونځیو ته د نجونو د تګ مسئله د افغان ولس کلتوري ستونزه ده"

د طالب مشرانو ترمنځ په ټوله کې د عصري زده کړو په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم په اړه تازه او پخواني څرګندونې، هغه څه دي چې د خلکو په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې د دوی پراخ غبرګون راپارولی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل د ټول هېواد په زیان تماميږي او د افغان نجونو له حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده.

که څه هم د طالبانو پر حکومت تل د افغانستان په دننه او بهر کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله نیوکې شوې دي، خو تر اوسه یې د ښوونځیو د پرانستلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

دا چې د نجونو ښوونځي تړلي نو په بل کانکور ازموینه که به نجونې نه وي خو وبه لیدل شي، چې په سږني کانکور ازموینه کې په کوم شمېر دوی بریالۍ کیدای شي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې په کانکور ازموینو کې ډېر وخت نجونې ښې ځلېدلې دي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره سلګۍ باران وه، سلګۍ هم مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو غوښتي و چې، د نجونو ښوونځي پرانیزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG