د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

توماس نېکلاسن: ترڅو چې د افغان نجونو ښوونځي خلاص نه‌شي د نورو حقونو درناوی به يې ونه شي


د نجونو ښوونځی - ارشيف
د نجونو ښوونځی - ارشيف

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی وایي تر هغه چې د طالبانو له لوري افغان نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ونه شي د نورو حقونو درناوی به یې ونه شي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي توماس نېکلاسن په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي سره له دې چې طالبانو په دې اړه ځواب ویلی خو بیا هم افغانان راضي نه دي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، په افغانستان کې له هغو خلکو چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، ۴۹ سلنه یې ښځې او نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نږدې ۳۴۳ ورځو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته افغان نجونې له ښوونځيو راګرځولي دي.

طالبانو په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي خو وړاندې یې ټینګار کړی چې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون په اړه یې خپل مشرتابه ته طرحه سپارلې.

له يو کال ډېره موده وشوه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
له يو کال ډېره موده وشوه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

۱۷ کلنه میترا د کابل په یو ښوونځي کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه چې دغه ښار د طالبانو په لاس سقوط شو.

میترا وایي، له تېر یو کال راهیسې یې ښوونځي ته پر تګ بندیز لګېدلی چې د راتلونکي لپاره یې د دې او زرګونو نورو افغان نجونو هیلې مړاوې کړي دي.

میترا وایي که یې سږ کال درس ویلی وای اوس به له ۱۲ ټولګي فارغه او د خوښې وړ رشتې لپاره به يې د کانکور د ازموینې لپاره چمتوالی نیولی وای.

"زما په څېر سلګونو او زرګونه نورې نجونې په دې تمه وې چې سږ کال به له ښوونځیو خپلې شهادت نامې واخلي"

آغلې ميترا وايي: "زما په څېر سلګونو او زرګونه نورې نجونې په دې تمه وې چې سږ کال به له ښوونځیو خپلې شهادت نامې واخلي او لوړو زده کړو ته به دوام ورکړي، خو له بده مرغه موږ ته اجازه نه راکول کېږي، دا چې یو کال له درس په شا پاتې کېږو په روح او روان مو ډېر بد اغېز لري، له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې یو اقدام دې وکړي چې ښوونځي خلاص شي او نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکلاسن هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي نیکلاسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "کله ناکله زه حیران یم چې ایا موږ د نجونو لپاره د ښوونځیو په اړه ډېرې خبرې کوو لکه دا چې د بشري حقونو یوازینۍ اندیښنه وي، خو لکه څنګه چې د طالبانو له خوا ورته ځواب ویل کېږي افغانان باید راضي وي، مګر زه بیا پوه شوم، تر څو چې دوی دا کار نه کوي، د نورو حقونو ته به درناوی ونه شي."

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي توماس نېکلاسن
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي توماس نېکلاسن

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو د پوهنې وزارت او د حکومت ویاندویانو یې تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له واکمنېدو سره له تېر یو کال راهیسې له شپږم ټولګیو پورته ډېری افغان نجونې د ښوونځیو له تګ او زده کړو محرومې کړې دي.

پر دې سربېره په زور په نجونو او ښځو مخونه پټول، په زده‌کړو او کار یې محدویت، له شرعي محرم پرته یې د سفر مخنیوی او تر څنګ یې د هغوی د سوله‌ییزو اعتراضونو مخه نیول، هغه څه دي چې د طالبانو اوسنۍ اداره یې په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو او پوښتنو سره مخ کړې ده.

خو طالبانو بیا په ځلونو ویلي چې د ښځو حقونه یې د اسلام په چوکاټ کې خوندي کړي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځو اداره UN Women په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې له هغو خلکو چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، ۴۹ سلنه یې ښځې او نجونې دي.

طالبانو وړاندې د افغان نجونو د ښوونځیو په اړه ویلي چې خپل مشرتابه یې طرحه سپارلې او تر وروستۍ کېدو وروسته به یې له شپږم ټولګیو پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG