د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه کې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما سرپرست مارکوس پوټزل لومړی د غونډې ګډونوال د افغانستان له اوسني وضعیته خبر کړي.

دا خبره یوناما په یوه بیان کې کړې ده.

د امنیت شورا تر دې ناستې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ په جنوا کې د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه جدي اندېښنه وښودله او ويې ویل چې طالبانو د بشري حقونو د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او ورځ تر بلې وضعیت خرابېږي.

امنیت شورا داسې وخت د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه دایروي چې د ښځو د کار او زده کړو په وړاندې د طالبانو بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي او ورسره د دوی حکومت د بشري حقونو په نقض باندې تورن دی.

طالبان که څه هم د نجونو د ښوونځیو په تړاو کره څه نه وايي، خو د بشري حقونو د نقض موارد یې رد کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم تېره اوونۍ د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې په طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش

ګوټریش وویل: "له دې سټېجه افغانستان کې چارواکو باندې غږ کوو چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لرې کړئ. د نجونو تعلیم د سولې، امنیت، او پایداره پراختیا لپاره اساسي ګام دی."

د راپورونو له مخې د طالبانو په بیا واکمنېدو څه باندې یو نیم میلیونه هغه نجونې چې په متوسطې او لېسې دورو کې یې درسونه ویل له زده کړو محرومه شوي.

په دې سربېره له کلونو راهیسې لکونه نورې ځوانې نجونې هم په هغو سیمو کې چې طالبانو پرې ولکه درلوده زده کړو ته نه پرېښودل کېدې او د نجونو ګڼ ښوونځي سوځول شوي وو.

اخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام له وخته پاتې شوي استازي نصیراحمدفایق په خپل ټوېټر باندې لیکلي که څه هم په عمومي اسمبله کې افغانستان ته دا وار اجازه ورنه کړل شوه، خو د امنیت شورا په دې ناسته کې به دی وینا وکړي.

فایق ویلي، د امنیت شورا په دې ناسته کې به د خپل ملت غوښتنې او غږ پورته کړي.

نصیراحمدفایق
نصیراحمدفایق

فایق د ازادي راډیو هغه مکرره پیغامونه بې ځوابه پرېښودل چې دی به امنیت شورا ته څه وايي او څه تمې به لري؟

خو د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ ته د طالبانو نوماند سهېل شاهین د دوشنبې په شپه یوه ټوېټ کې انتقاد کړی چې افغانان حق لري چې غږ یې د خپل استازي له خوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې واورېدل شي.

شاهین ویلي دا یوه ښکاره بې انصافي ده.

شاهین د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د دایمي استازي په توګه نه دی منل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG