د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې نه کوي


د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي چې سږکال به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې هیڅوک د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق

ښاغلي فایق د سپټمبر په ۲۴ ناوخته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "افغانستان او میانمار د هغه توافق له مخې چې تېر کال په عمومي اسامبله کې رامنځته شو او خبرې یې ونه کړې سږکال به هم په هماغه ډول افغانستان او میانمار په عمومي اسامبله کې خبرې ونه کړي، خو ټاکل شوې چې زه د امنیت شورا په ناسته کې چې د سپټمبر په ۲۷مه د افغانستان په اړه جوړېږي او د بحث محور به یې هم د افغانستان وضعیت وي ګډون او خبرې به په کې وکړم."

د ملګرو ملتونو سازمان تېر کال د عمومي اسامبلې له جوړېدو مخکې پرېکړه کړې وه چې په دې ناسته کې به د افغانستان او میانمار په استازولۍ ځکه څوک خبرې نه کوي چې مسوول چارواکي یې نه درلودل.

تېر کال پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او په میانمار کې بیا کودتاه شوې وه.

نصیر احمد فایق په تېر جمهور نظام کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د دغه هېواد د دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي تر استعفا وروسته سرپرست وټاکل شو.

د طالبانو حکومت بیا د واک په ترلاسه کولو سره، خپل د قطر د سیاسي دفتر اوسنی مشر سهېل شاهین دغه سازمان ته د دایمي استازي په توګه ونوماوه، خو ملګرو ملتونو نوموړي ته دا څوکۍ ورنه کړه.

سهېل شاهین
سهېل شاهین

د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر جاوېد احمد قایم وایي، د ملګرو ملتونو په دې عمومي ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د خبرو نه کول به د عامو افغانانو او د افغانستان په بهرني سیاست منفي اغېز ولري.

په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر جاوېد احمد قایم
په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر جاوېد احمد قایم

قایم وویل: "لومړی خو دا چې دا مسئله د اوسنیو حاکمانو نړیوال حیثیت ښیي، تر هغه مهمه دا چې د افغانستان خلک اوس په ستونزو کې دي او کله چې یې څوک په استازیتوب خبرې نه شي کولای نو دا ستونزې په نړیوال سټېج هم نه مطرح کېږي. دا اوس په هېواد کې فقر، بدمرغۍ او ترڅنګ یې نا امنۍ دي. د دې ترڅنګ له دې حالته ځینې نور هېوادونه استفاده کوي. څوک په ګاونډ کې د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي څوک بیا تهمتونه پرې لګوي، خو څوک نه شته چې هم له ځانه دفاع وکړي او هم د افغانستان اصلي وضعیت نړیوالو ته بیان کړي."

د یادونې ده، وروسته له هغه چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي، په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ رامنځته او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، ادارو او رسنیو له لوري وخت په وخت د بد بشري وضعیت په اړه هم راپورونه ورکول کېږي - هغه څه چې طالبان یې ردوي او افغانان یې په اړه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو جدي پام غواړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG