د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

له امنیتي مسوولانو د سراج الدین حقاني غوښتنه: د خلکو امنیت ټینګ کړﺉ


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه د جمعې ورځې چاودنه چې ۷ کسان په کې ووژل شول، وغندله او وحشتناک یې وبلله.

وېسټ پر خپل ټوېټر لیکلي دي: "د ملکیانو وژنه هېڅ توجیه نه لري."

هغه د خپل ټوېټ په یوه برخه کې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کړې او تسلیت یې ورته ویلی.

د تېرې جمعې ورځې په ماسپښین د کابل د وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه چاودنه وشوه.

د طالبانو د حکومت امنیتي مسولان وايي، چې په دې پېښه کې ۷ کسان وژل شوي او ۴۱ تنه ټپیان شوي دي.

د وزیر محمد اکبر خان مینې له جومات سره چاودنه درېیمه چاودنه وه چې تېره اوونۍ په کابل کې وشوه.

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00


له دې چاودنو وروسته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې خپل امنیتي مسولان ورغوښتي وو چې د امنیت په ساتلو کې هڅې ګړندۍ کړي.

سراج الدین حقاني په هغه ویډيو کې چې د سې شنبې په ورځ ناوخته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو لخوا خپره شوه، وايي: "موږ د ولس د ډاډ او اطمینان لپاره خواري پر ځان تېروو. د هرې حوزې امنیتي مسوول باید پوه شي چې کوم مسوولیت را سپارل شوی، اول خدای او بیا د حکومت رهبري ته مسوول یوو، وزارت خپل رئیس ته مسوول دی."

په کابل کې د وروستیو امنیتي پېښو ډېر قربانیان ملکیان وو.

له دې پېښو وروسته د کابل یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو حکومت د امنیت په راوستلو کې پاتې بولي.

د کابل اوسېدونکې سیما ازادي راډيو ته وویل: "ولې هره ورځ افغانان ووژل شي، شهید شي، د څه لپاره؟ یو کس نه شته چې ځوابویونکی وي؟"

د دې ښار بل اوسېدونکی محمد علي وویل: "د افغانستان او کابل وضېعت خراب شوی، طالبان د خلکو امنیت نه شي نیولای او وضعېت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځینې ولایتونه له دې ډلې کابل د خونړیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهدان وو چې تر ډېره قربانیان یې عام وګړي وو.

XS
SM
MD
LG