د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

سپینه ماڼۍ: طالبان دې نور له یرغمل نیونې لاس په سر شي


په کابل کې د طالبانو غړي او بیرغ
په کابل کې د طالبانو غړي او بیرغ

امریکايي چارواکي تاییدوي چې د طالبانو د یوه مهم غړي بشر نورزي د ازادۍ په بدل کې امریکايي مارک فریرکس خوشې شوی، خو له طالبانو غواړي چې نور له یرغمل نیونې لاس په سر شي.

له بشر نورزي سره د مارک فریرکس له تبادلې وروسته، امریکا له طالبانو غواړي چې نور په خپلو ژمنو ودرېږي او د یرغمل نیونې مخه ونیسي.

بشر نورزی
بشر نورزی

سپینې ماڼۍ د دوو امریکايي چارواکو له قوله چې د افغانستان په وخت پرون ناوخته یې رسنیو سره خبرې کړي لیکلي، که طالبان غواړي امریکا او نړۍ سره یې اړیکې عادي شي، باید یرغمل نيونه پای ته ورسوي.

سپینې ماڼۍ له همدې چارواکو د یوه له قوله لیکلي: "موږ به دا روښانه کړو چې یرغمل نیول، د ترهګرو او جنایتکارو ډلو فعالیت دی او که طالبان هغومره لېواله وي لکه دوی چې یې وايي، له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې لري، نو دا عمل باید په کلکه پای ته ورسېږي."

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه کړ، خو ښاغلي مجاهد پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د خبرو، تفاهم او سالم تعامل له لارې د حاجي بشر ازادي او د یو تن امریکايي تبعه خوشي کېدو وښوده چې ښه تعامل او حسن نیت له هر څه ډېر مؤثر او د قضیو حل کوونکی اپشن دی."

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بیا پرون رسنیو ته وویل، مارک فریرکس د امریکايي چارواکو د څو میاشتو سختو هڅو او خبرو په پایله کې راخوشې شو.

په سپینه ماڼۍ کې چارواکو هم رسنیو ته ویلي، دا پرېکړه د جون په میاشت کې د جمهور رییس جوبایډن له‌خوا وشوه.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، جمهور رییس بایډن د امریکايي وګړو د خوندیتوب لپاره دې ډول سختې پرېکړې ته اړ شو.

خو د سپینۍ ماڼۍ له‌خوا د دې دوو امریکايي چارواکو په خپرو شویو څرګندونو کې دا هم لیکل شوي چې نور باید طالبان د ترهګرۍ ضد کړنو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.

له دوی د یوه چارواکي له خولې سپینه ماڼۍ لیکي، امریکا غواړي دا ډاډ تر لاسه کړي چې طالبان په خپلو خبرو درېږي، خو هغه څه چې په دې اړه اندېښنې زیاتوي، هغه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدل دي.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

سپینې ماڼۍ د دې چارواکو له خولې دا هم لیکلي چې په کابل کې د الظواهري له وژل کېدو سمدستي وروسته دوی طالبانو ته وویل، که مارک ته کوم زیان ورسېږي، مسوولیت به یې د دوی په غاړه وي.

طالبانو له دې وړاندې هم یو شمېر بهرني وګړي له تښتولو وروسته ازادي کړي، داسې مهال چې لومړیو کې یې د هغوی د تښتولو مسوولیت نه مانه.

XS
SM
MD
LG