د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

مېل انلاین: د طالبانو غړی 'بشر نورزی' د هیروینو د قاچاق په جرم زنداني و


د طالبانو مخکښ غړی بشر نورزی تېره ورځ د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني افسر مارک فریرکس په بدل کې خوشې او د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو ته وسپارل شو.
د طالبانو مخکښ غړی بشر نورزی تېره ورځ د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني افسر مارک فریرکس په بدل کې خوشې او د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو ته وسپارل شو.

مېل انلاین:

مېل انلاین د طالبانو د یوه مشهور غړي بشر نورزي او د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني افسر مارک فریرکس پر تبادلې لیکنه کړې ده.

د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ چې حاجي بشر نورزی د کابل هوايي ډګر کې دوی ته تسلیم شو او د مېل انلاین په لیکنه همدې هوایي ډګر کې مارک فریرکس هم امریکایانو ته سپارل شوی دی.

مېل انلاین د لوېدیځو اژانسونو په استناد لیکلي، د طالبانو دغه ټوپکوال له ۲۰۰۵ کال راهیسې د هیروینو د قاچاق په جرم د امریکا له خوا زنداني و او د لیکنې پر بنسټ مارک فریرکس دوه کاله له طالبانو سره تېر کړل.

مارک فریرکس یوه لسیزه په افغانستان کې په پراختیایي چارو بوخت و چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې وتښتول شو.

تېر کال چې کله امریکایي چارواکو له طالبانو د مارک فریرکس د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، نو طالبانو وویل، په دې نوم کوم کس له دوی سره نه شته.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون وویل، دغه تبادله د دوی او د امریکا د حکومت ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو دی.

طالبانو ونه ویل چې مارک فریرکس چېرته او د کومو شرایطو لاندې ساتل کېده.

ګارډين:

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې د افغانستان په یوې لرې پرته سیمه کې د یوه بزګر د کورنۍ پر بې وزلۍ لیکنه خپره کړې ده.

د ماهر په نوم دغه بزګر په داسې یوه سیمه کې ژوند کوي چې یو وخت یې د بادامو کروندو ښه حاصل ورکاوه او تود بازار یې هم درلود.

راپور کې که څه هم د ماهر د اوسېدو اصلي ځای ځایږی مشخص شوی نه دی، خو لیکل شوي چې د درېیو غبرګونو یا په ټوله کې د شپږو ماشومانو دغه پلار ژوند وروستۍ وچکالۍ ځپلی دی.

ګارډین د دغې کورنۍ څو انځورونه هم خپاره کړي او د هغوی په حواله یې لیکلي، کله نا کله ډوډۍ نه لري نو د وښو خوړلو ته اړ کېږي.

ماهر ورځپاڼې ته ویلي، د وښو خوړو یې مېرمن او یو زوی ناجوړه کړي او اوسمهال دواړه په روغتون کې دي.

ګارډین د افغانستان سږنۍ وچکالي په تېرو ۲۷ کلونو کې بې سارې بللې او لیکلي یې دي، همدې وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او د توکو لوړې بیې د ماهر په څېر د هغو کسانو ژوند یې اغېزمن کړی چې کورنی اقتصاد یې پر کرنه ولاړ دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو ادارو ویلي چې د افغانستان څه باندې نیمایي وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي او دوی اندېښنه ښودلې چې را روان ژمی به دا ستونزه نوره هم جدي شي.

XS
SM
MD
LG