د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

انټونیو ګوټرش: د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت نه جبرانېږي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په تېر یو کال کې د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت به بېرته جبران نه شي.

امنه د لوګر ولایت اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه، چې طالبانو یې ښوونځي وتاړه.

امنه وایي، دا او د دې په شان په زرګونه نورې نجونې چې له تېر یو کال راهیسې ښوونځیو ته له تګ محرومې شوي له رواني ستونزو او فشارونو سره مخ او د خپل راتلونکي په اړه ورځ بلې ته نا هیلې کېږي.

دا وايي، طالبانو باید په دې تېر یو کال کې د دوی د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کار کړی وي او ژر تر ژره دې بېرته دوی ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

هغه زیاتوي: "موږ یې ټول مایوسه کړې یو. هیله کوم چې دوی «طالبان» د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي. زده کړې زموږ اسلامي حق دی، باید زموږ دا حق راکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د سپټمبر ۱۸ د طالبانو د حکومت له خوا له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال پوره شو.

په دې اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "نن یکشنبه یو کال شو چې په افغانستان کې د لېسې دوری زده کونکې نجونې ښوونځي ته له تګ راګرځول شوي. د زدکړو او لاسته راوړنو له لاسه تللی یو کال چې هېڅ کله به بیرته را ونه ګرځي. نجونې ښوونځي ته د تګ جوګه دي. طالبان باید اجازه ورکړي، چې دوی بېرته ښوونځي ته ستنې شي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې، تېر یو کال د طالبانو د حکومت لپاره شرموونکی او د خلکو لپاره غمجن کال یاد کړی دی.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوناما د سرپرست مارک پوټزل په حواله لیکل شوي: "له لېسو څخه د نجونو روان محرومیت هېڅ معتبره توجیه نه لري او په نړۍ کې هېڅ مثال نه لري. دا د نجونو یو نسل او په خپله د افغانستان راتلونکي ته سخت زیان رسوي."

د یوناما په دې خبرپاڼه کې خبرداری وکړل شوی چې: "که ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز دوام وکړي، ملګري ملتونه په ژوره توګه اندېښنه لري چې دا ډول اقدامات به د نورو محدودیتونو سره یوځای د افغانانو په اساسي ازادیو باندې اغېز وکړي، چې د پراخو ناامنیو، بې وزلۍ او انزوا په ګډون د افغانستان پر وړاندې د کړکېچونو په ژورولو کې به مرسته وکړي."

د یوناما د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له ۱۸ تر دې دمه په ټول افغانستان کې له اووم ټولګي څخه تر دولسم پورې شاوخوا یو میلیون نجونې چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۸ پورې دي له ښوونځیو محرومې شوې دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت ځواب ولري، خو د دوی د پوهنې وزارت او ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر نورالله منیر د سنبلې په ۲۱مه نېټه په ارزګان کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې خلک نه غواړي ۱۶ کلنې لوڼې یې ښوونځيو ته ولاړې شي او دا یې د افغانستان د خلکو فرهنګي ستونزه یاده کړه، خو د نوموړي دا خبرې د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او دوی په حضوري او د ټولنیزو رسنیو له لارې د کمپاینونو له لارې دا غږ پورته کړ، چې خپلو لوڼو او خویندو ته ښوونځي غواړي.

د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

د یادونې ده، چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې دننه او بهر د نجونو د ښوونځیو د بندیز له امله د افغانانو له خوا اعتراضونو، لاریونونه او عدالت غوښتنې وشوې، نړیوال هم دا غږ ورسره بدرګه کړ، خو لا هم دغو اقداماتو کومه نتیجه نه ده ورکړې او لا مشخصه نه ده چې طالبان به څه وخت د نجونو ښوونخي پرانېزي او دوی ته به د تګ اجازه ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG