د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د نجونو پر ښوونځيو د بنديز دوام؛ د ديني عالمانو شورا جوړولو ژمنه لا نه ده عملي شوې


ارشيف، د نجونو يو ښوونځی هغه وخت چې لا دروازې يې پرانيستې وې
ارشيف، د نجونو يو ښوونځی هغه وخت چې لا دروازې يې پرانيستې وې

نېږدې لس میاشتې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر ښوونخيو بندیز لګېدلی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه، چې د دیني عالمانو یو شورا به په دې اړه پرېکړه کوي، خو دا ژمنه لا هم ژمنه پاتې ده.

فرحناز چې د لوګر ولایت اوسېدونکې او د یولسم ټولګي زده کوونکې ده، د انجنیرۍ کېدو ارمان په زړه لري.

فرحناز چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله خپل ښوونځي نوم واخلي وايي: "هر وخت چې مونږ به مکتب کې سره خبرې کولې، یو به غوښتل، چې ښه انجنیره شي، بل به غوښتل چې ښه ډاکټره شي، بلې به غوښتل چې ژورنالېسته شي، ډېرې هیلې مو درلودې، ما هم غوښتل چې انجنیره شم او وکولای شم خبل هېواد ته خدمت وکړم."

فرحناز وايي، له کله چې یې د دوی ښوونځي تړل شوي دا او ټولګیوالې یې ډېرې ځورېږي او تل په دې اړه له یو بل سره خبرې کوي.

هغه وايي: "زه هره ورځ له خپلو دوستانو سره خبرې کوم، کله په تیلفون هغوی ته زنګ وهم ورسره خبرې کوم، هغه کوم امیدونه مو چې درلودل د هغې په اړه خبرې کوو، یا کوم نوي معلومات چې مونږ د ښوونځي په اړه تر لاسه کړو یو بل ته یې رسوو."

فرحناز وايي، اوس چې په کور ده او ښوونځی یې تړلی، خپل احساسات په رسمونو کې انځوروي.

خو د خپلو دغو رسمونو په اړه ډېر جزیات نه ورکوي، چې څه په کې کاږي.

نوموړې دا هم وايي، چې کله خپل احساس په لیک کې هم بیانوي.

آغلې فرحناز وايي: "یا هم داسې کېږي، چې په ځینو لیکنو او مقالو کې زه دغه خبرې لیکم او له خپلې کورنۍ سره یې شریکوم، خو نه‌شم کولای خپل غږ پورته کړم، چې دغه خبرې تر ټولو ورسېږي، ټول مونږ ته توجه وکړي او راسره یو ځای شي، تر څو زمونږ غږ مسؤلو چارواکو ته ورسېږي او ښوونځي خلاص کړي."

نجونې لا هم د ښوونځيو پرانيستلو ته شپه او ورځ انتظار باسي.
نجونې لا هم د ښوونځيو پرانيستلو ته شپه او ورځ انتظار باسي.

د فرحناز د زده کړو کال پاتې، خو مينه چې د کونړ ولايت اوسېدونکې ده او ښوونځي خلاصېدو وروستی کال يې دی وايي، ښوونځي نه د فراغت د جشن لپاره یې ځان ته جامې هم جوړې کړې، چې په المارۍ کې ځوړندې پاتې دي.

مینه هم د طالبانو له حکومت غواړي، چې نور ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

آغلې مينه وايي: "

د دولسم ټولګي نه د فراغت لپاره مې چې کومې جامې کړې وې، هغه همغسې المارۍ کې ځوړندې پاتې شوې،

زمونږ زده کړې وځنډېدلې، نو مونږ له دغه حکومت څخه غوښتنه کوو، چې زمونږ ښوونځي بېرته پرانیزي."

مینه هم وايي، ارمان یې دی، چې له ښوونځی فارغه او پوهنتون ته ولاړه شي.

په افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو نېږدې لس میاشتې کېږي، خو په ټوله دغه موده کې له بلخ ولایته پرته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځي دروازې تړلې دي.

د طالبانو د حکومت دا کار په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ دی او نړیوال هم ورنه غواړي، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

پرون په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس شو، چې په کې لیکل شوي وه، په ټول افغانستان کې به له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د جوزا میاشتې په یو ویشتمه نېټه پیل شي.

خو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رایان ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه مکتوب کروالی تاييد نه کړ.

XS
SM
MD
LG