د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

شانګهای په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې


د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ۲۲مه غونډه دا ځل د ازبکستان په سمرقند کې وشوه.
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ۲۲مه غونډه دا ځل د ازبکستان په سمرقند کې وشوه.

شانګهای سازمان په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار!

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شته وي.

دا اعلامیه چې پرون ناوخته خپره شوې په افغانستان کې یې د ثبات او امنیت په راتلو هم تایید کړی او زیاتوي: "د دې لپاره چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په سیمو کې امنیت او ثبات راشي، د افغانستان وضعیت ته باید جدي پام وشي."

د شانهګای سازمان د غړو هېوادونو په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې د دې سازمان غړي هېوادونو له یوه خپلواک، بې‌پرې، ولسواک، له هر ډول ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي.

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ۲۲مه غونډه دا ځل د ازبکستان په سمرقند کې وشوه.

که څه هم د غونډې یو مهم بحث افغانستان و، خو افغانستانه په کې هېڅ استازي ته د ګډون بلنه نه‌وه ورکړل شوې.

له طالبانو مو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د شانګهای سازمان د غوښتنې په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې تل ویلي چې د دوی اوسنی رژیم ټول‌ګډونه دی.

تر خوا یې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور موده وړاندې یوه مرکه کې ویلي و، نړیوال ترې داسې حکومت غواړي چې د مخکني نظام یو شمېر چارواکي او د هغوی زامن په کې وي چې په خبره یې، دوی به یې ونه مني.

که څه هم د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان په لاسنیوي هم خبرې وشوې او یوه نظر دا و چې دا هېواد باید یوازې پرې نه‌ښودل شي، خو ښکاري چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدو له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو په اړیکو بد اغېز کړی دی.

د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري څو اوونۍ مخکې د کابل په شېرپور کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري څو اوونۍ مخکې د کابل په شېرپور کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحاق اتمر وايي، اوسمهال د سیمې هېوادونه د افغانستان د امنیت په اړه ډاډه نه‌دي.

اتمر ازادي راډیو ته وویل: "د تېر تاشکند کنفرانس کې د سیمې هېوادونه دې ته چمتو و چې افغانستان سره ډیپلوماټیک راوبط وساتي او د رسمیت پېژندنې خبره هم مطرح شي، خو متاسفانه د ایمن‌الظواهري وژل کېدو دا ټولې هڅې ناکامه کړې. د سیمې هېوادونه اوس د افغانستان د امنیت په ډېر ډاډمن نه‌دي."

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو هم په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه اندېښنې ښودلې وه او تر خوا یې په دې هېواد کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم بللي و.

XS
SM
MD
LG