د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د کندهار یو شمېر مېرمنې: د کار پراختیا لپاره د اړتیا وړ توکي نه لرو


کندهار کې د شامپو جوړولو یوه فابریکه کې په کار بوختې مېرمنې
کندهار کې د شامپو جوړولو یوه فابریکه کې په کار بوختې مېرمنې

په کندهار کې په شخصي کاروبار بوختې مېرمنې وايي، د ځان د بسیاینې وړتیا لري خو د کار لپاره د اړتیا وړ توکي نه لري.

دغه مېرمنې چې په بېلابېلو صنعتي کارونو بوختې دي غواړي په دې برخه کې مېرمنو ته د کارخونو د جوړولو او خامو موادو د برابرولو په برخو کې د طالبانو حکومت او مرستندویه موسسې ورسره همکاري وکړي.

د دغو مېرمنو له ډلې یوه یې د ساقي جانې په نوم ده چې د شامپو او صابون جوړولو کوچنۍ کارخونه لري وايي، د کمزوري اقتصاد له امله خپل کاروبار ته پراختیا نه شي ورکولای.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:34 0:00

XS
SM
MD
LG