د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

کندهار کې بې وزله مېرمنو ته کاري زمینې؛ ۵۰ مېرمنې یوه لوی پخلنځي کې ډوډۍ پخوي


هغه مېرمنې چې ډوډۍ پخوي
هغه مېرمنې چې ډوډۍ پخوي

په کندهار کې یوه خصوصي سهامي شرکت لسګونو بې وزله مېرمنو ته کاري فرصتونه پیدا کړي.

په کندهار ښار کې په یوه لوی پخلنځي کې لسګونه مېرمنې هره ورځ شااوخوا پنځه زره کورنۍ ډوډۍ پخوي.

رازمه یوه له دغه مېرمنو څخه ده.

هغه چې کونډه ده، د خپل کور د ۱۴ غړو سرپرستي په غاړه لري وايي، هره ورځ سهار وختي د کار لپاره دې پخلنځي ته راځي او تر غرمې پورې تر ۱۶۰ پورې ډوډۍ پخوي.

رازمه زیاتوي، دې کار ته یې سخته اړتیا درلوده او د کور د کرایي په شمول خپل ورځنی ژوند مخته وړي: "ما کرایه نه شو پیدا کولی، که کرایه پیدا کېده، خو وچه ډوډۍ مې هم نه شو پیدا کولی، زما په شمول دغه سیاسرې چې هره ورځ دلته راځي یا کونډیانې دي، یا د معیوبینو مېرمنې دي او یا هم د نشه یې توکو د معتادینو مېرمنې دي، ټوله دغسې په مشکلاتو کې راوتلي یو."

رازمه چې هره ورځ دوه تر دوه نیم سوه افغانۍ معاش ترلاسه کوي د مېرمنو لپاره کار کول یوه اړتیا بولي.
رازمه چې هره ورځ دوه تر دوه نیم سوه افغانۍ معاش ترلاسه کوي د مېرمنو لپاره کار کول یوه اړتیا بولي.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته چې شااوخوا ۷ میاشتې تیرېږي په دې هېواد کې د مېرمنو لپاره ډېری کاري فرصتونه له منځه تللي.

خو رازمه چې هره ورځ دوه تر دوه نیم سوه افغانۍ معاش ترلاسه کوي د مېرمنو لپاره کار کول یوه اړتیا بولي.

بي بي هوا یوه بله کونډه ده او د کور ټول غړي يې یوازې د دې میاشتنۍ ګټې وټې ته ناست دي وايي، که د دې کار زمینه نه وای ورته برابره نو فقر کولو ته به مجبوره وه.

بي بي هوا زیاتوي: "ډېره اړتیا مو درلوده، پنځه زره افغانۍ مو هره میاشت د کور کرایه ده، لس کسه په کور کې یو، د هغوی ډوډۍ به مو څنګه پیدا کولی؟"

د ډوډۍ پخولو په دې سهامي شرکت کې د کارېګرو مېرمنو شمېر شااوخوا ۵۰ ته رسېږي چې هره ورځ شااوخوا پنځه زره کورنۍ ډوډۍ پخوي او په کندهار ښار کې پلورل کېږي.

د محمد وېس په نوم د دې سهامي شرکت مسوول وايي، هڅه يې دا ده چې د خپل فعالیت ساحه پراخه او لا نورو بې سرپرستو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي: "دلته زموږ سره ۵۰ زیات و کم ښځې چې دې کې کونډیانې هم شته، بې وزله هم شته، غریبکاره هم شته او داسې ښځې چې مخکې یې په بازارونو کې فقر کاوه، اوس دلته زموږ سره کار کوي."

د لوی پخلنځي ډوډۍ
د لوی پخلنځي ډوډۍ

دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې په یوه خصوصي شرکت کې په دومره لوی شمېر مېرمنو ته کاري فرصتونه برابریږي.

طالبانو د خپل حکومت په لومړیو ورځو کې د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر په نوم ونوماوه.

که څه هم طالبان وايي، دوی د یو شمېر نورو ادارو چارو په شمول یو شمېر مېرمنې په نظامي لیکو کې شاملي کړي، خو ډېری افغان مېرمنې وايي، ښځو ته لا هم اجازه نه ده ورکول شوې چې دولتي ادارو ته حاضرې شي.

XS
SM
MD
LG