د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

افغانستان کې ناامني؛ د نړیوالو موسسو ۸ کارکوونکي وژل شوي


ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي
ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي

د پاملرنې نړیوالې ادارې افغانستان په هغو هېوادونو کې حساب کړی دی چې په روان ۲۰۲۲ کال کې د مرسته کوونکو موسسو ډېر کارکوونکي په کې وژل شوي دي.

د پاملرنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې افغانستان له جنوبي سوډان وروسته د بشري مرستو د کارکوونکو لپاره خونړی هېواد دی چې یوازې په روان کال کې د بشري مرستو د برخې ۸ کارکوونکي په کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، دې ۸ کسانو د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې کار کاوه چې د روان کال د فبروري په ۲۴مه په افغانستان کې ووژل شول.

په راپور کې د پاملرنې نړیوالې ادارې د حقوقي مشاورې ملیسا کورنټ له قوله لیکل شوي چې دې ۸ کسانو په داسې یوه هېواد کې چې له بشري بحران سره مخ دی، مهم کار کاوه او وژل یې لویه ضایع ده.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د افغانستان د مخ پر ځوړ اقتصاد او طبیعي پېښو له امله د دې هېواد ۱۹ میلیونه وګړي له لوږې او سختو اقتصاي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان داسې مهال د پاملرنې ادارې لخوا د بشري مرستو د کارکوونکو لپاره دوهم خونړی هېواد اعلانېږي، چې ویل کېږي په مخکې کلونو کې هم دا کارکوونکي له ډېرو ګواښونو سره مخ وو.

د پکتیا پوهنتون استاد جانداد جهاني چې خپله یې هم اړو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کړی وايي، د طالبانو حکومت نه شي کولای په يوازې ځان اوسنی اقتصادي او بشري ناورین مهار کړي.

ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د نوموړي په خبره نو ځکه، باید د بشري مرستو د کارکوونکو لپاره امنیت او فرصت برابر کړي چې په لرې پرتو سیمو کې هم اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

هغه زیاته کړه: "د بشري مرستو کارکوونکي د ټولنو په داخل کې کار کوي، سروې کوي، مرستې پلانوي او وېشي یې او دا ټول هغه فعالېتونه دي چې د بشري او خیریه بنسټونو مستقیم حضور ته اړتیا لري. په افغانستان کې دا چې د بهرنیانو په اړه عمومي ذهنیت ښه نه دی، ځینې وخت دا ستونزې رامنځته کېږي، دا دې لامل ګرځي، هغه اصلي کسان چې باید ساحې ته لاړ شي، نه ځي او مرستې په ښه توګه نه رسېږي."

جهاني وايي، که څه هم د شخړو او جګړو پر مهال په ډېرو هېوادونو کې د بشري مرستو کارکوونکو ته څه نه ویل کېږي، خو په افغانستان کې دا کارکوونکي هم ډېر کله د جګړو د ښکېلو اړخونو له لوري تښتول شوي، زنداني شوي، ځورول شوي او وژل شوي چې د ده په وینا دې پېښو د بشري مرستو کارکوونکي اړ کړي چې ډېرو سیمو ته لاړ نه شي.

د طالبانو حکومت مرستیالو ویانویانو انعام الله سمنګاني او قاري یوسف احمدي د پاملرنې ادارې د تازه راپور په اړه ازادي راډيو ته څه ونه ویل، خو تر دې مخکې یې له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې له بې وزلو سره مرستې وکړي.

د بشري مرستو د کارکوونکو د تلفاتو په اړه د پاملرنې ادارې راپور داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره اقتصادي بحران او وروستیو طبیعي پېښو خلک تر بل هر وخت ډېر بشري مرستو ته اړ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG