د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

هندو ورځپاڼه: ۳۰ افغان سېکهان تېره ورځ هندوستان ته لېږدول شوي


ارشيف
ارشيف

یوې هندۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان ۳۰ سېکهـ اتباع د ویزو له ترلاسه کولو وروسته تېره ورځ دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، شاوخوا ۱۱۰ نور هندوان او سېکهان په کابل کې پاتې دي، چې پر وړاندې یې د ترهګریزو بریدونو اندېښنې موجودې دي.

د دوی د ایستلو تنظیم کوونکو ویلي، چې د هند حکومت په افغانستان کې د سېکهانو او هندوانو شاوخوا ۵۱ د برېښنايي ویزو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې د دې ورځپاڼې په وینا دوی غوښتنه کړې چې د غوښتنلیکونو په اړه دې ژر تر ژره اجراات وشي.

ګورنام سینګهـ چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو د مرکزي درمسال مشر دی وايي، که څه هم له افغانستانه وتل ورته ګران کار دی، خو له ترهګرو بریدونو څخه د خوندي کېدو لپاره باید په یوه خوندي ځای کې پناه واخلي.

نوموړی وايي: "د افغانستان پرېښودل موږ ته دردونکي دي، د دې لپاره چې دا مو هېواد دی همدلته رالوی شوي یو، له خلکو سره مو عادت کړی، زموږ ژوند او مرګ دلته دی، له مسلمانانو سره تګ راتګ لرو، خو څه وکړو همدا اوس موږ ۳۰ کونډې لرو هند کې ژوند کوي ماشومان یې یتیمان پاتې دي، په وېره کې ژوند کوو، یو ځل نه دوه ځلې نه بلکې دا څلورم ځل دی چې پر موږ حمله کېږي، یوازې اوس نه مخکې هم پر موږ دوه درې ځلې حملې شوې دي بیا چې ارامي شوه بیا به همدا افغانستان وي او موږ."

د تېر کال وروستيو کې طالب چارواکو افغان سېکهانو سره ليدنه کې هغوی ته د امنيت ډاډ ورکړی و، خو وروسته پرې بريدونه وشول.
د تېر کال وروستيو کې طالب چارواکو افغان سېکهانو سره ليدنه کې هغوی ته د امنيت ډاډ ورکړی و، خو وروسته پرې بريدونه وشول.

د نوموړي په وينا، د دوى په څېر په وروستيو کلونو کې ډېرى افغان سېکهانو او هندوانو خپل کورونه او جايدادونه پرېښي او نورو هېوادونو په ځانګړې ډول هند ته کډه شوي دي.

د هندو په نوم یوې هندۍ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي چې ۳۰ افغان سېکهان او هندوان یې دغه هېواد ته انتقال کړل.

د دې ورځپاڼې په راپور کې د هندي چارواکو له قوله راغلي، چې دا مهال د دغه هېواد د حکومت سره شاوخوا ۵۱ د برېښنايي ویزو غوښتنلیکونه موجود دي، چې افغان سېکهانو او هندوانو یې د ژر تر ژره عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

يادې ورځپاڼې ويلي، چې دا مهال شاوخوا ۱۱۰ هندوان او سېکهان چې په کابل کې پاتې دي لا هم د دوی پر وړاندې د ترهګريزو بريدونو په اړه اندېښمن دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاندویانو یې تر دې دمه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وه دوی د سېکهانو او هندوانو په ګډون د ټولو افغانانو د امنیت ساتلو مسولین دي او د دوی امنیتي ادارې هڅې کوي چې د ټولو خلکو امنیت په سمه توګه ټینګ کړي.

خو ايا د افغانستان سېکهانو او هندوانو چې هند ته يې پناه وړې ده، هوسا شوي دي؟

په هند کې یو له افغان سېکهانو څخه شمي سینګ وايي چې زیاتره افغان سېکهان او هندوان له مرګ څخه لیرې، نه ښه نه بد ژوند لري.

د نوموړي په وينا، ښايي دوى له بريدونو خوندي وي، خو اقتصادي ستونزو يې ژوند تريخ کړى دى.

هغه ويلي: "دلته اوه اته زره هغه کسان اخلي چې شاګردي کوي، د کور کرایې، د ماشومانو جامو او درسونو ته رسېدنه ډېره ستونزمنه ده، کله چې د طالبانو حکومت پیل شو،له هغې وروسته هم اقتصادي وضعیت ډېر خراب شو، د خلکو وضعیت بد دی اوس هڅې کوي چې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي تر څو وضعیت یې یو څه ښه شي خو ماشومان خو له بده مرغه په افغانستان کې زده کړې نه شي کولای هلته به درس ووایي."

د هندو ورځپاڼې د روان کال د سرطان په ۹ نېټه هم په یو ځانګړې الوتنه کې هند ته د یوولس افغان سېکهانو د انتقال راپور ورکړی و.

دا افغان سېکهان وروسته له هغې هند ته انتقال شوي چې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۷مه یې د کابل په کارته پروان سیمه کې پر درمسال برید وشو.

په دې برید کې چې پړه یې د داعش ډلې خراسان څانګې پر غاړه اخیستې وه، ۲ کسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شوي وه.

افغان سېکهان او هندوانو له دې مخکې ویلي و، چې یوازې دوه سوه کسان یې په افغانستان کې پاتې دي او سلګونه نورې کورنۍ یې د هند په ګډون بېلابېلو نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

XS
SM
MD
LG